عمران خان: کشمير کې له هندوستان سره د جګړې شونتیا شته او مونږ تیاری نيسو

روهي (درې نۍ/۱۵ د زمري)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن د خپل هېواد په پارلمان کې د هندوستان حکومت له خوا په کشمیر سيمه کې د وروستيو پوځي هڅو په اړه ناسته کړي.

لومړي وزیر عمران خان ويلي چې هندوستان په کشمير سيمه کې د بې ګناه انسانانو په وژلو او ځپلو لاس پوري کړی دی چې پاکستان به يې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د پاکستاني چارواکو په وينا چې د هند پوځ په کشمير کې عامه وژنه پيل کړې ده کوم ډول چې د هټلر په مشرۍ نازي ګوند په جرمني کې له دويمې نړيوالې جګړې وړاندې او پر مهال يې کوله.

هند کمشير ته په زرګونه پوځيان استولي دي او د دغه سيمې نيمه خپلواکه حالت يې مات کړی دی.

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې په کشمير کې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه نړۍ په بد ډول اغېزمن کولی شي چې بیا به يې څوګ مسووليت نه مني.