
روهي( درې نۍ/۱۵ د زمري )، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ویلي دي چې د حوثي یاغیانو لخوا د یمن نه د ورانکارانه بریدونو په موخه سعودي عربستان ته رالیږل شوي ډرون الوتکې په هوا کې د مالومېدو څخه وروسته له منځه وړل شوي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي ویلي دي چې د سعودي عربستان په سویل لویدیځ کې د حوثي یاغیانو څو دانې ډرون الوتکې چې په ملکي هوايي ډګر د برید په موخه راستول شوې وې ویشتي دي.
ویاند ویلي دي چې حوثي یاغیانو په هممهاله توګه د څو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو د تاکتیک نه په کار اخیستو پیل کړی دی. هغه د ویشتل شوو ډرون الوتکو د شمیرې په اړه څه ونه ویل.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو نن د سهار په ساعتونو کې د سعودي عربستان په سویل لویدیځ کې د آبها او نجران د هوايي ډګرونو سربیره د خمیس مشیط په سیمه کې د ملک خالد په هوايي هډې د هممهاله بریدونو ترسره کولو نه خبر ورکړ.
حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې پر سعودي عربستان د بریدونو په خاطر ډیری د ډرون الوتکې نه کار اخلي. حوثي یاغیانو نه ددینه مخکې وخت نا وخته پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه کول چې ډیری به يي په هوا کې د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا له منځه وړل کیدل.