
روهي( دوه نۍ/۱۴ د زمري ۹)، د چین په هویبي آیالت کې د سختو بارانونود ورېدو څخه وروسته سېلابونو ۹ کسان وژلي او ۴ نور بیا ورک شوي دي.
دغه سېلابونه ماسپښین څخه وروسته ۲۰ دقیقې کم اووه بجې وې چې خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله. د دې ترڅنګ ۶۱ نور کسان د یاد آیالت د پولیسو له خوا ژغورل شوي هم دي.
د نورې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي.