روهي( دوه نۍ/۱۴ د زمري )، د تېرې جمعې ورځې وروسته له کله څخه چې د هندوستان پوځ د خپل کنټرول لاندې جمو کشمیر څخه په لسګونه کلیو ته وویل چې نورو ځایونو ته لاړ شي اوس د پاکستان او هندوستان پوځونه یو بل ته په مورچلونو کې پر یو بل باندې ډزو ته شېبې شماري.
دغو کلیو باندې د موبایل، انټرنېټ اساتیاوې بندې شوي او د دې ترڅنګ دغې سیمه کې ښوونځي او د زده کړې نور ټول مرکزونه هم تړل شوي دي.
پرون ورځ د پاکستان ملکي او نظامي مشرانو هم ناسته کړې وه او ویلي یې وو چې که هندوستان برید وکړي پاکستان پوره تیار دی چې هندوستان ته هر ډول ځواب ووایي .
د دغې سیمې ځینو مشرانو ( مفتي محبوب او عمر عبدالله ) هم ادعا کړې ده چې دوی په "کور توقیف" کې نیول شوي ځکه چې چارواکو په سری نګر او دره کې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګولی او د ګرځنده ډیټا خدمات یې ځنډولي دي.
وروستي