
روهي( دوه نۍ/۱۴ د زمري )، د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې په یو سوداګریز مرکز د وسله وال برید نه ۱۲ ساعته وروسته د اوهایو ایالت اړوند د دایتون په ښار کې د شپې د یو کلوپ ترڅنګ وسله وال برید وشو.
پدې برید کې لږ تر لږه ۹ تن ووژل شول او ګن شمیر نور بیا ټپیان شوي دي.
د دایتون د ښار د پولیسو مشر خبري رسنیو ته وویل چې د شپې په یوه بجه او ۲۲ دقیقو د دایتون ښار د اوریګون په سیمه کې د شپې د یو کلوپ ترڅنګ وسله وال برید وشو.
د پيښې سیمې ته نږدې پولیس سمدلاسه سیمه ده ورسید او برید کوونکی له خپو وغورځو.
ویل کیږي پدې برید کې ۹ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي دي.
د دایتون د ښار ښاروال نان والي خبري رسنیو ته وویل چې برید کوونکی د مرمۍ ضد واسکټ په تن وو او د ځان سره يي ډیرې زیاتې مرمۍ راوړې وې.