
روهي( دوه نۍ/۱۴ د زمري )، د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو چې د یاد هېواد لومړي وزیر او د پوځ مشر هم په کې ګډون کړی و، ویلي دي چې پاکستان تیار دی چې هند ته هر ډول ځواب ورکړي.
دغې ناستې کې د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک، خارجه وزیر شاہ محمود قریشی، کورنیو چارو وزیر اعجاز احمد شاہ، د کشمیر او ګلګت بلتستان علی امین ، ګنډاپور، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوہ او ځینو نورو ملکي آو پوځي مشرانو ګډون ګډون کړی و.
دغې ناستې کې د هندوستان له خوا په کشمیر لانجمنه سیمه کې د کلسټرل بمونو د استعمالېدو په اړه هم خبرې شوي دي.