د غوماشو ملاتړ کوونکی: اجازه ورکړئ چې غوماشي مو وچېچي؛ دوی خپل بچيانو ته ستاسو له وينې خواړه برابروي او دا يې حق دی

روهي (يوه نۍ/۱۳ د زمري)، په فرانسه کې د حشراتو او په ځانګړي ډول د غوماشو د حقوقو يو ملاتړ کوونکی وايي چې انسان بايد اجازه ورکړي چې غوماشي د دوی او نورو ژو له ويني ځان ته خواړه برابر کړي.

دغه غوماشي فعال اېمېرک کارون نوميږي او پر خلکو يې غږ کړی چې غوماشي مه وژني او اجازه ورکړئ چې ومو چېچي او خپل راتلونکو ژوند تضمين کړي.

اېمېرک کارون په فرانسه کې د يو ټلويزيون خبريال دی او باور دی چې د انسانانو په شمول ټول ژوندي موجودات يو شان او مساوي حقوق چې لومړی حق يې ژوند او بايد ونه ګواښل شي.

نوموړی په دې خبرو سره له سختو نيوکو سره مخ شوی دی. ده له خلکو او په ځانکړي ډول د د حيواناتو سره مينه لرونکو کسانو غوښتي چې خپله وينه غوماشو ته ورکړي.