
روهي (يوه نۍ/۱۳ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اېسپر استراليا ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي دي چې هېواد يې د اسيا - پسېفېک بحيري په ختيځه برخه کې د منځني واټن وېشتونکو توغنديو سېسټم ځای پر ځای کوي.
د منځني واټن وېشتونکي توغندي له ځمکې څخه ځمکې، او ځمکې څخه هوا ته د ۵۰۰ کيلو مټره نېولي بيا تر ۵۵۰۰ کيلو مټره پوري د واټن وېشتلو وړتيا لري. دغه سېسټم د روسيې په نيږدې واټن کې ځای پر ځای کيږي.
د امريکا متحدو ايالتو دغه هڅه وروسته له هغې پيل کړې ده، چې واشنګټن او مسکو د سړې جګړې پر مهال د له مسکو سره Intermediate-Range Nuclear Forces Treaty يا NIF لغوه کړ او دواړه هېوادونه له ياد تړون ووتل.
د NIF تړون چې د منځني واټن وېشتونکو توغنديو د مخنيوي په پار په ۱۹۸۷ز کال کې لاسليک شوی وو، خو دواړه هېوادونو ياد تړون لغوه او د يو بل پر وړاندې به د منځني واټن وېشتونکو توغنديو د ځای پر ځای کولو هڅې پيل کړي.
د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اېسپر د دغه سېسټم د ځای پر ځای کولو ټاکل نېټه نه ده په ګوته کړې خو ويلي دي، چې په نېږدې مياشتو کې د منځني واټن وېشتونکو توغنديو د ځای کونې چارې پيل کړي.
د واشنګټن دغه هڅې ته چين هم غبرګون ښوودلی دی. چينايي چارواکو ويلي دي چې په اسيا پسېفېک بحيرې کې د امريکا متحدو ايالتو دا ډول پوځي هڅې نړيوال توازن ګډوډوي او په دې سره امريکا نړيوال امنيت ته ګواښ پېښولی شي.
مارک چې تازه د ولسمشر ټرمپ له خوا ټاکل شوی دی، ويلي دي چې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه به دوی په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. مارک وايي چې د اِن ای اِف له تړون څخه د وتلو وروسته مونږ د mid-range missiles سېسټم د پرمختګ ګړندي کارونه کوو.
په امريکا کې واک ته د ولسمشر ټرمپ په رسېدو سره، دغه هېوادونه د نړۍ له يو شمېر هېوادونو سره د دويمې نړيوالې جګړې را وروسته او د سړې جګړې پر مهال د شوي تړونونو څخه وځي او د وسلو نندارې يا Arm Race چارې يې تېزې کړي دي.
له دې وړاندې واشنګټن له ايران سره هم خپل ځيني تړونونه او پخوانۍ معاهدې لغوه کړي او پر ځای يې ياد هېواد (ايران) له سياسي او پوځي بندېزونو سره مخ کړی دی.
د واشنګټن د پوځي مخ پر واندې هڅو لپاره مسکو هم چوپ نه دی پاتې، او د خپل ځواک د پرختيا او وړاندې تګ چارې يې پيل کړي دي.