پاکستان: د هند پوځ کمشیر کې (کلسټر بمونه) استعمال کړي

روهي (يوه نۍ/۱۳ د زمري)، د پاکستان پوځي چارواکو په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي دي، چې هندي پوځ د کشمیر ګډې پولې په شاوخوا کې د کلسټر بمونو او وسلې کارول پيل کړي دي.

د پاکستان استخباراتي او پوځي چارواکو د راپورونو په اساس په دغه بمونو کې د ګډې پولې په شاوخوا کې دوه ملکي وګړي چې يو يې ماشوم دی وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.

کلسټر بمونه او يا وسلې هغه مهمات دي چې زیاتې نورې سرګولولې لري او د يو بم په دنه کې په لس ګونه نور بمونه ځای پر ځای شوي وي، چې نېږدې سيمه کې تلفات را منځ ته کوي.

د پاکستان حکومت نيوکه کړې ده چې هندوستان د کلسټر بمونو په کارونې سره، د جينوا تړون او ټول نړيوال اصول او قوانين تر پښو لاندې کړي دي.