
روهي( یوه نۍ/۱۳ د زمري)، پرون ورځ د امریکا په تکساس آیالت په ( وال مارټ ) پلورنځي کې په ډزو باندې ۲۰ کسان وژلي او ۲۶ نور بیا ژوبل شوي دي.
دغه وسله وال وسله وال چې د برید پر وخت ورسره وسله موجوده وه ، د پولیسو له قوله دغه پېښه د کرکې له آمله پېښّ شوې ده چې د ډزو وروسته یو ۲۱ کلن ځوان د پولیسو له لورې نیول شوی دی.
د ټیکساس والي ګریګ ایبټ یوه خبري کنفرانس ته وویل ، "د ایل پاسو څخه شل بې ګناه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی." "موږ د دولت په توګه د دې قربانیانو او د هغوی د کورنۍ غړو ملاتړ کوو ... موږ دعا کوو چې خدای دې د هغو خلکو سره وي هر چاته چې په هر ډول زیان رسیدلي وي.
د ال پاسو د پولیسو مشر ګریګ الن تایید کړه چې د ۲۰ وژل شوو کسانو څخه بغیر ۲۶ کسان ژوبل شوي هم دي د پولیسو مشر وویل ، په ټیکزاس کې چارواکي د ډله ییزې وژنې احتمال د کرکې جرم په توګه څیړي.
د پولیسو مشر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "همدا اوس موږ د دې کس څخه داسې مالومات لرو چې تر یوې کچې په ګوته کوي چې هغه د احتمالي کرکې جرم سره تړاو لري."
دغه برید امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا هم غندل شوی دی هغه په خپل ټوېټر لیکلي دي چې زه او میلاني ټرمپ دغه برید په سختو ټکو غندو او د تېکزاس خلکو سره چې درد ورته رسېدلی ځان په دغه غم کې شریک بولو او دعاوې ورته کوو.