روهي( نۍ/۱۲ د زمري )، چین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې دوی دې د امریکا او روسیې سره یو ځای د وسلو په یو نوي تړون کې برخه واخلي.
دا ګام د واشنګټن او مسکو ترمنځ د ۳۱ کلن اټومي تړون تر ختمېدو وروسته پورته کېدونکی دی.
امریکا کې د چین سفیر ژانګ ـ جون د اګست پرون ورځ ویلي دي، بیجنګ د منځني واټن د اټومي ځواک ای اېن اېف په ماتېدو افسوس کوي خو هغه نه ګڼي چې هېواد به یې د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه د وسلو د یوې نوي معاهدې برخه جوړ شي.
ای اېن اېف یا د منځني واټن اټومي ځواک تړون پر پخوانی شوروي اتحاد او امریکا د کروز او بیلیسټیک توغندیو له جوړولو وړاندې کولو او د پنځو سوو او پنځو زرو کیلو میټرو په واټن کې پر ځمکه د استعمالولو څخه منع کړي وو.
وروستي