
روهي( نۍ/۱۱د زمري )، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان د اګست پر دویمه په میرامشا کې د شمالي او جنوبي وزیرستان پارلېماني غړو محسن داوړ او علي وزیر خوشې کولو لپاره لاریونوننه ترسره کړل.
دا لاریونونه پر داسې وخت کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې عدالت د اګست پر درېیمه د محسن داوړ او علي وزیر د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړي.
د جولای پر ۲۵مه د قاضي د چوټۍ له کبله د غوښتنلیک اورېدنه نه وه شوې چې په غبرګون یې د جولای پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان د ځوانانو ټولنې په میرامشا کې احتجاجي لاریون کړی وو.
ټولنې هغه مهال ګواښ کړی وو چې که دواړه پارلېماني استازي د اګست تر درېیمې خوشې نه شول نو پراخ لاریونونه به پیل کړي.