
روهي (جمعه/۱۱ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو استخباراتو يا CIA يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ادعا کړې ده چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن يې د پوځي عملياتو په ترڅ کې وژلی دی.
سي ای اې د حمزه بن لادن د وژل کېدو د ځای او ڼېټې په اړه مالومات نه دي ورکړي خو ويلي دي چې نوموړی د پوځي عملياتو په ترڅ کې وژل شوی دی. د دوی په وينا چې د عملياتو موخه دی نه وو خو په هغه ځای کې چې عمليات شوي حمزه هم شتون درلود.
له دې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو د حمزه بن لادن پر ر يو مېلېون امريکايي ډالر جايزه ټاکلې وه چې که څوګ يې د ځای او اوسېدو په اړه مالومات ورکړي.
امريکا ويره درلوده چې د اسامه بن لادن له مړينې څو کالونه وروسته دغه ډله بيا قوي شوې ده او د رهبرۍ چارې يې حمزه بن لادن په لاس کې اخېستې دي.
د يادونې ده چې د حمزه بن لادن د وژل کېدو په اړه د امريکا سي ای اې کوم څرګند ثبوتونه نه دي وړاندې او نه يې هم بشړ مالومات ورکړي دي.