ښځو ته د سعودي حکومت بله ازادي: پرته له نارينو بهرنيو هېوادونو ته لاړې شئ

روهي (جمعه/۱۱ د زمري)، سعودي حکومت د خپلو هېواد ميرمنو ته اجازه ورکړې ده چې پرته د نارينو له ملاتړ او شتون څخه کولی شي، چې بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي او په يوازې ډول لاړې شي.
سعودي عربستان د نويی قانون له مخي ميرمنو ته اجازه ورکړې ده چې پاسپورټ واخلي او پرته د محرم او کورنيو نارينو غړو له بدرګې څخه سفرونه وکړي، دغه چاره له دې وړاندې ممنوع وه.

د سعودي شاهي حکومت په دغه حکم کې دا هم ويلي دي چې په دولتي او غير دولتي ادارو کې يې ښځې او نارينه په مساوي توګه کار کولی شي، جنسي توپير او تعبيضي چلند له منځه تللی.

له دې وړاندې د سعودي عربستان شاهي حکومت ميرمنو ته د موټر چلونې، سينما او يو شمېر نورې مدني او ټولنيزې ازادۍ هم قانوني کړې دي.