
روهي ( پنځه نۍ/۹ د زمري )، د راپورونو له مخې په یمن کې د عدن ښار کې یوې چاودنې لسګونه کسان وژلي او بې شمیره نور یې ټپیان کړي دي.
د حوثي یاغیانو غورځنګ ، چې پلازمینه صنعا یې کنټرولوي ، د پنجشنبې په ورځ د برید مسؤلیت په غاړه واخیست چې په سویلي ښار کې په یوه کمپ کې د نظامي پریډ هدف ګرځولی و.
رویټرز خبري اژانس د یوې طبي او امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي په داسې حال کې چې یوه روغتیايي چارواکي بیا د مړو شمېر د دې هم یاد کړی دی.
د روغتیا پالانو له قوله چې لسګونه ټپیان په روغتون کې بستر شوي دي.
رویټرز ته یوه عیني شاهد ویلي دي ، چاودنه د عدن د بوریکا په ولسوالۍ کې "د هغه دریځ ترشا وشوه چې مراسم د الجلا په پوځي کیمپ کې تر سره شول."
یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې د یوه لوړ پوړي قوماندان په ګډون لسګونه یمني پولیس وژل شوي ا ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې دغه ښار په عمر المختار کې د پولیسو په مرکز ځانمرګي برید لږترلږه درې سرتیري وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
ځایی چارواکو ، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې ، اسوشیټیډ پریس ته وویل چې بریدګر خپل د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د سهار د پولیسو د کتار نه سمدلاسه وروسته د سیمه ایزو پولیسو مرکز ته ورساوه او خپل د چاودېدونکو توکو ډک موټر یې والوځاوه.