د امریکا استخباراتي مشران: د اسامه زوی حمزه مړ شوی   

روهي( پنځه نۍ/۹ زمري )، د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی، خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ مالومات نه دي ورکړي.
 

د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای ځایګي په اړه مالومات ورکړي.
 

اټکل کېده چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله.
 
 
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال مې میاشت کې د پاکستان ایبټ اباد کې ځانګړي امریکايي ځواکونو وواژه.
 

امریکايي "نیویارک ټایمز" او "اې بي سي" شبکو د حمزه بن لادن د "مړینې" د خبر مالومات له امریکايي استخباراتي سرچینو ترلاسه کړي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
 
راپور له پښتو بي بي سي څخه اخیستل شوی دی.
 
اټکل کېږي چې ۳۰ کلن حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او وېډیويي پیغامونه هم خپاره کړي دي.