هند ګجرات آیالت کې تېزو بارانونو له کبله ۶ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې بیا ژوبل دي

روهي( پنځه نۍ/۹ د زمري )، د هندوستان هېواد ګجرات آیالت کې د پرون ورځ ۱۲ ساعته باران د ورېدو له کبله ۶ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور بیا ژوبل شوي دي.
 

هندوستان هېواد کې په تېرو ۳ کلونو کې بیا دومره بارانونه نه وو شوي د ګجرات ایالت والي د نورې مرګ ژوبلې لپاره یوه ناسته هم کړې ده.
 

د یاد آیالت خلکو ویلي دي چې دغه باران خلکو ته د مرګ ژوبلې څخه بغیر مالي زیانونه هم اړولي دي.