
روهي( پنځه نۍ/۹ د زمري )، د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د مالوماتو له مخې د نوموړي هېواد ولسمشر حسن روحاني د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره د ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو د اټومي تړون او د سیمې د جنجالونو په اړه خبرې کړي دي.
روحاني د ماکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د امریکا سیاستونو او کړنو د سیمې امنیت او ارامي او په نړۍ واله کچه پر اړیکو ډیره ناوړه اغیزه کړې ده . هغه ویلي دي چې په سیمه کې د روانو کړکیچونو لامل ایران نه بلکې امریکا ده.
روحاني ویلي دي چې د امریکا لخوا د ایران په مقابل کې اوچت شوي دا بندیزونه به نوموړي هیواد ته د ذرې په اندازه ګټه ونه رسوي. ددې حالاتو د دوام په صورت کې به هر پلو ستر زیانونه وویني.
روحاني ویلي دي چې د اټومي تړون نه موخه د نورو هیوادونو سره د ایران د اړیکو نورمالول وو. هغه ویلي دي چې ایران د اټومي تړون په ټکي ټکي د پوره عمل سره د اقتصادي پلوه ډیر لږ څه ترلاسه کړي وو. همدا ډول د امریکا لخوا د اټومي تړون نه د جلا کیدو نه وروسته سره د دې چې اروپايي هیوادونو جدي کوم ګام اوچت نکړ بلکې یو زیات شمیر اروپايي شرکتونه له ایران نه بهر شول.
د فرانسې ولسمشر ماکرون بیا ویلي دي چې فرانسې د اټومي تړون نه د ایران د ګټو او د نورو هیوادونو سره د اړیکو د نورمالولو په لاره کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي. د امریکا د بندیزونو سره سره اروپايي ټولنې هیوادونو د ایران سره د اقتصادي اړیکو د ساتلو په خاطر هلې ځلې کړي دي.
امریکا په یو لړ تازه بندیزونو کې د ایران په بهرنیو چارو وزیر( جواد ظریف ) د بندیزونو لګولو خبر د امریکا د مالیې وزارت د شتمنیو د کنټرول د دفتر پر وېبپاڼه خپور شوی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي چې پر ظریف بندیزونه ولګول شول "ځکه چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول هغه د ایران د مشر لپاره کار کوي او یا د هغه په استازولۍ کار کوي"