سوډان کې ټول ښوونځي تر نامالومې نېټې وتړل شول

روهی( پنځه نۍ/۸ د زمري )، سوډان چارواکو په دې هېواد کې تر نامالومې نېټې د ټولو ښوونځیو د تړلو امر کړی.
 

حکومت دا اقدام وروسته له هغې ترسره کړ کله چې په یو لاریون کې د پنځو زده‌کوونکو په وژل کېدو د اعتراض په توګه ګن شمېر نورو زده‌کوونکو پر لاریونونو لاس پورې کړ.
 

د سې شنبې په ورځ په سلګونه سوډاني زده‌کوونکي په خپل یونیفورم کې د سوډان له بیرغونو سره لارو کوڅو ته راوتلي وو او نارې یې وهلې چې "د یو زده‌کوونکي وژل د یو ملت وژل دي." دوی د هغو پنځو زده‌کوونکو پر وژل کېدو اعتراض کاوه چې د دوشنبې په ورځ په العُبید سیمه کې د یو لاریون پر مهال وژل شوي وو.
 

د پلازمېنې خارطوم په بېلابېلو برخو سربېره د سوډان په ځینو نورو ښارونو کې هم د ښوونځیو ماشومان ورته لاریونونو ته راوتلي وو.
 
سوډان کې د معترضینو غورځنګ او عیني شاهدان وايي، د دوشنبې په ورځ د ښوونځي پنځه زده‌کوونکي هغه مهال ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول چې په العُبید سیمه کې یې د تېلو او ډوډۍ د کمي پر ضد لاریون کې برخه درلوده. د اعتراض کوونکو په وینا ځیني له دې زده‌کوونکو څخه د نښه ویشتونکو له‌خوا ویشتل شوي دي.
 

اعتراض کوونکي د چټک ملاتړ د ځواکونو نیمه پوځي سرتېري د ښوونځي پر زده‌کوونکو په ډزو کولو تورنوي.