پاکستان کې بارانونو ۸۳ کسان وژلي

روهي( څلورنۍ/۸ د زمري )، د طبیعي پېښو پر ضد ادارې ویلي په پاکستان کې د يوې مياشتې بارانونو له امله د کورونو راغورځېدو، د سړکونو ماتېدو او په نورو پېښو کې شااوخوا ۸۳ کسان مړه شوي دي.
 

د دې ادارې یو مشر علاودينرسنیو ته ویلي ''هغه کورونه چې په پوره ډول وران شوي شمېر ۱۳۸ دی.
 
 
د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمير په لسوادره کې د جولايي په ۲۳ مه ۲۳ کسان طوفاني باران وژلي دي. په چترال کې يي ډېر کورونه ړنګ کړي، سړکونه او پولونه يې مات کړي دي او لږ تر لږه د درېوو کسانو د مړه کېدو راپورونه دي. نن سبا د سیند په ښاري سيمو کې بارانونه ډېر تاون رسوي چې پکې د درېوو کسانو د مړه کېدو پخلی شوی.''