محمود قریشي: پاکستان د سعودي عربستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت لري

روهي( څلورنۍ/۸ د زمري )، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ( محمد قریشي ) په خپلو نوو خبرو کې ویلي دي چې پاکستان او سعودي عربستان د یو بل سره تاریخي، دیني او کلتوري ګډې اړیکي لري.
 

قریشي همدا ډول ویلي دي چې دواړه هېوادونه د نړۍ په ډېرو مسلو کې یو نظر لري او تل به یو ځای وي.
 

پورته خبرې محمد قریشي د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سره په اسلام آباد کې وکړې.