د پاکستان پوځ: کشمیر کې به هندي ځواکونه بې ځوابه پاتې نه شي

روهي( څلورنۍ/۸ دزمري )، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادره ( آی، اېس، پي آر ) ویلي چې دوي به په کشمیر د هندي ځواکونو د ډزو ته ځواب ووایي او دوي به چاته اجازه ورنه کړي چې بې ګناه کشمیریان ووژني.
 

نن ورځ هندي ځواکونو په کشمیر درې کسان وژلي دي چې د هند پوځ وایي چې وژل شوو کسانو غوښتل چې پر هندي سرتېرو بریدونه وکړي.
 
 
بله خوا بیا د پاکستان پوځ وایي چې وژل شوي درې کسان بې ګناه وګړي وو.