روسیه او ایران په ګډه پوځي تمرینات کوي

روهي( څلورنۍ/۸ دزمري )، د ایران د سمندري ځواکونو قومندان جنرال حسین خانزاده ویلي دي: چې ایران او روسیه به د بصرې په خلیج او د هرمز په تنګي کې ګډ پوځي تمرینات شروع کړي.
 

د ایران د سمندري ځواکونو قومندان جنرال حسین خانزاده د روسیې د سمندري ځواکونو د ورځې د لمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی.
 

هغه د سانت پیترسبرګ په ښار کې د ایراني د رسمي خبري اژانس ایرنا سره ځانګړې مرکه کې وکړه.
 
 
هغه وویل چې ایران او روسیې ترمنځه د پوځي همکاریو تړون لاسلیک شوی دی.
 

ایران او روسېې سمندري ځواکونه به د هند اوقیانوس، بصرې خلیج او هرمز په تنګي کې ګډ پوځي تطبیقات ترسره کړي.
 

هغه ویلي دي چې تمه کیږي دا تطبیقات د روان کال تر پایه ترسره شي.