
روهي( څلورنۍ/۸ د زمري)،د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې د امریکا د میسیسیپي په ایالت کې په یوې مغازې په وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي.
پولیسو ویلي دي چې برید د یاد شوي ایالت په شمال کې د سوت اون په سیمه کې په یوې مغازې شوی دی. د برید له امله یو تن د مغازې په دننه کې او یو تن هم د موټرو په پارک کې وژل شوی دی.
برید ګر هم د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
پدې پیښه کې یو تن پولیس ټپي شوی دی . د ټپي شوي پولیس روغتیايی حالت ښه دی.