
روهي( څلورنۍ/۸ د زمري)، د کوټې ښار په مرکز میزان چوک کې تېره ورځ ماښام له بلدیه پلازې او سیټي تاڼې سره جوخت یوې بمي چاودنې څلور تنه وژلي او تر ۳۰ زیاتژوبل دي.
د لومړنیو مالوماتو له مخې په برید کې څلور تنه مړه او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د برید هدف د پولیسو موټر وو . چاودنې د پولیسو د موټر سربیره په سیمه کې یو زیات شمیر نورو موټرو او موټرسایکلو ته زیان اړولی دی.
ویل کیږي ټپیان او مړي روغتون ته انتقال شوي دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.