د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا خپل لاریونو پیلوي   

روهي( څلورنۍ/۹ د زمري )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي عارف وزیر په خپلو نوو خبرو کې ویلي دي چې دوي به د راروانې ( اګست ) میاشې په درېم تاریخ باندې په جنوب وزیرستان وانه کې خپل لاریون او ناسته کوي.
 

عارف وزیر په ټولو پښتنو غږ کړی دی چې دغې جلسې کې برخه واخلي، ځکه دوي د دغې لاریون پواسطه د پاکستان د پوځ څخه غوښتنه کوي چې علي وزیر، محسن داوړ او یا د پښتون ژغورنې غورځنګ نور ټول نیول شوي غړي باید د بند څخه آزاد شي.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ تردې مخکې خپلې ډېرې لویې لویې لاریونونه او ناستې کړې وې چې پر پاکستاني پوځ او حکومت یې یې نیوکې کولې.
 
دغه غورځنګ د پاکستاني حکومت څخه غوښتنه لري چې د پښتنو پر سیمو کې دې روان جنګ بس کړي او د وژل شوو او ورک شوو پښتنو په اړه دې مالومات ورکړي.