
روهي( درې نۍ/۸ د زمري )، پرون ورځ د برازیل په شمالي محبس کې لږترلږه ۵۲ بندیان په داسې حال کې وژل شويدي چې د سیالو ډلو ټپلو له یو بل سره جګړه وکړه.
د مالوماتو له مخې دغه زندان کې پرون سهار ۷ بجې د بندیانو ترمینځ نښته پیل شوه چې څو ساعته یې دوام وکړ او په نتیجه کې یې ۵۲ کسان وژل شوي دي.
دغه زندان څه برخه سوځېدلې هم ده چې د برازیل تلوېزیونونو یې عکاسي کړې ده.
حکومتي چارواکو ویلي ، "امکان لري چې ځینې بندیان د تنفس ( ساه بندېدو ) له امله مړه شوي وي." هغه زیاته کړه چې د مړو شمیره ممکن لوړه شي.
د برازیل هېواد د پولیسو له قوله چې دغه زندان څخه د بندیانو څخه وسله نه ده ترلاسه شوې خو اټکل کېږي چې بندیانو د چاقوګانو څخه کار اخیستی وي.
د زندان په ځینو برخو کې د تودوخې له امله ځینې مړي نن سهار هم پیدا شوي دي.
دغه زندان د ۲۰۰ بندیانو لپاره جوړ دی خو دا وخت په کې ۳۱۱ بندیانو شتون لاره.