د پاکستان د پوځ یوه الوتکه غورځېدلې چې ۱۷ کسان په کې وژل شوي دي

روهي( درې نۍ/۸ د زمري )، د پاکستان د پوځ یوه الوتکه د راولپنډۍ د ( موهړه کالو ) سیمه کې پر یو کور غورځېدلې ده چې دغه کور هم په پوره ډول ویجاړ شوی دی. د ۱۷ کسانو له جملې څخه ۲ یې افسران ۵ یې د الوتکې کارمندان او نور د دغه کور اوسېدونکي وو چې ټول په کې وژل شوي دي.
 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ( آئی ایس پی آر ) له قوله چې دغه الوتکه په تمریناتي پرواز بوخته وه چې راوغورځېده او په الوتکه کې ټول ناست کسان وژل شوي دي.
 
 
دغه الوتکې پیلوټان ثاقب او وسیم نومېدل او نور هغه پوځیان چې دغې الوتکې کې وژل شوي دي عبارت دي له : افضل، ابن امین او رحمت شامل دي.
 

بله خوا د هغه کور چې ویجاړ شوی دی د هغې د کورنۍ غړي محمد جمیل، روبینہ، حبیب، پاری بی بی، فاطمہ بی بی، شبیر، عظمیٰ بی بی، عبدالحفیظ، راحیلہ بی بی، فیضان، فائزہ بی بی، عبدالروف دي.
 
تردې دمه د دغې الوتکې د غورځېدو لامل نه دی مالوم شوی.