دارايش سيټونه


لنډه كيسه

اهو نن خودې بيا سترګې داسې ډكې ډكې تورې كړي دي چې څه ووايم دادرنجوموټر چېرې چپه شوى دى چې زه هم ترې لږ راوړم.
ګوره شينكۍ تر هرځل ماته داسې وايي،ته خويې نه شې كولى ته دې سترګوته وګوره سرې سرې دې لكه دمرغۍ دبچي، اوپه ماپورې خاندې، خه نازكې اوس مه خفه كېږه ټوكې مې درسره وكړې، سل ځله مې درته ويلي چې له ماسره داسې ټوكې مه كوه،خوته هماغه شان خپله منې، اى ليونۍ كه چېرې په افغانستان كې موږ داسې وكړو نو هغه موخپل هېواد دى اوڅوك نه راپورې خاندي ، او داولته بايد داسې ونكړو ددې ځاى هرڅه له هغې ځاى سره توپير لرې ايا تا د لته دكومې انجلۍ په مخ باندې ارايش ليدلى دى ؟
خداى دې يې هېڅ پرې ونكړي دانوڅه بيزوګانې دي ،ته دوى هم په انسانانوكې شمېرې؟ ګوره شينكۍ موږ خو اوس دلته خپل فرهنګ او كلتورنشو هېرولاى داسمه ده چې دا افغانستان ندى، خوددې ځاى رسم او رواج له موږڅخه خپل كلتور نشي هېرولاى ،شينكۍ غوښتل چې ښه يې وځوروي، نه زه خويې درسره نه منم ګوره زه اوته بايد اوس دلته ځان ددې ځاى دخلكوپشان عياركړو، اودهغې ځاى كړنې هېرې كړو، كله چې بيا بېرته خپل هېوادته ته ستانه شولو،بيابه ورسره ګورو، هلته په بيا ددې ځاى رسمونه نه كوو، شينكۍ زه خووايم چې ته ډېره كم عقله يې ،ساده يې ،ګوره ددې ځاى خلك او داطبقې لمونځ اودس نه كوي، روژه نه نيسي، اوهغه كارونه چې زموږ په مقدس دين او اسلام كې دي له هغوټولوسره دوى مخالفت لري ، نو ايا موږ هم ددوى پشان وكړو او له دې هرڅه نه سرف نظرشو او ويې نكړو؟ ستا نظربيخي غلط دى او زه يې درسره نه شم منلاى اوكه بياهم ته جدي يې نو ته كولاى شي چې خپل كارونه داسې مخته يوسي لكه داخلك يې چې كوي، او هيله كوم په ماباندې نوركارمه لره زه خونشم كولاى چې اوس دلته خپل اسلام نه لاس پرسرشم، ولې چې پوهنتون وايم ؟ كه داسې وي نو زه هېڅ داپوهنتون نه وايم، بس تاته دې مبارك وي، زه درنه همدا سباته خپل ټيكټ كوم او بېرته ځم افغانستان ته ،اوخپلوزده كړوته هماغلته ادامه وركوم نه غواړم دازده كړې په داسې يوه ځاى !كې تر سره كړم چې هلته دې زما دين ، زما اسلام، زما مذهب ، عزت او عفت ته سپكاوى وشي اوستا چې هر راز خوښه وي هماغه شان وكړه.
اهاهاها وى ته خوداسې ژر راته په غوسه شوې ، ته خوپه رښتيا هم سمه زهري مچۍ يې، داڅه كوي، رازه ساده نجلۍ مه خفه كېږه ماخوته هسې ځورولې له خپل بيك نه يې دوه ډبلي راووېستل ،ته وګوره چې ما نن په ماركېټك ستا اود ځان لپاره څومره ښكلي د دايرايش سيټونه اخستي دي ،ته خويوځل داوګوره بيا يې ووايه چې څنګه دي، هيلۍ چې دهغې په لاس كې دوه سيټونه وليدل نو يې په غوسه ناكه خندا ورته وويل يوه ورځ به زه ستا ددې ټوكوله لاسه ځان مړ كړم او بيابه اخوا اودې خواته ګورې اومابه نه وينې يواځې به پاته شي، هغه شرمېده له شينكې نه يې سيټ نه اخسته ،شينكۍ ورته وويل خو اوس واخله كنه وګوره چې كوم يو اخلې دې ورته وويل زه يو هم نه اخلم دواړه دې په تاباندې مبارك وي، زه يې لرم ، هغې بيا دځورونې په شكل ورته وويل هوكنه ځكه خودې مخ ورباندې پړسولى ده او ټوله سرخي اوسپيده دې پرې مږلې ده هغې بيا ورته وخندل ، ښه زه نو راكړه دغه شين پوښ والا ماته راكړه ، شينكې ورته وويل اوس نو ولاړه شه او مخ دې ووينځه او له سره به دواړه ځان جوړووپه همدې باندې، هغې ورته وويل نه ما اوس په ځان باندې ډېره خواري كړېده زه خويې نه پاكوم ، شينكۍ پرې ورودانګل او مخ يې ورته داسې كړ لكه چې هندوان په خپلومراسموكې دهغوى په اصطلاح د(اولي)اويا (رنګولي) لوبې كوي او يوپربل باندې رنګونه شيندې دهيلۍ مخ يې هم پرې ګÚ!�وډكÚ�ه له دې سره دواړه ولاړې مخونه يې پاك پرمېنځل او له سره يې ارايش وكړ او يوځاى د پارك په لور روانې شوې.