له مانه شي


مينې منګل ته ډالۍ

ګرانې ستـــــــا هېرول ګران وي له مــــــــــــــــــــــا نشي
په والله كه به اســــــــــــــــــــــــــان وي له مـــــــــــــــا نشي
زه چې تاسره خنـــــــــــدا خبـــــــــــــــــــــــــــــــرې ياد كړم
بس له ســـــــترګو مې باران وي له مــــــــــــــــــــا نشي
ځان سوزوم دمينې اور كــــــــــــې دې لمـبه لمبه شوم
نه ور پرېوځم سيــــــــــــــــــــند روان وي لــــــه ما نشي
تخييل كې مې ټالۍ وهې زنګـــــــــــــــــــــــــــــــــــــېږې
تنابونه دې لوړشوي تر اسمـــــــــــــان وي له ما نشي
چې ته غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــواړې تل به ژاړم اوژړېرږم
تم به نشي اوښكې لاړې تر ګرېوان وي لــــه ما نشي