دوو بریدونو کې ۱۰ پاکستاني عسکر وژل شوي

روهي( یوه نۍ/۶ د زمري )، د پاکستان پوځ ويلي ، د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې یې ۱۰ عسکر وژل شوي دي.
 

د پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار - له قوله دغه دوه بریدونه د جولايي پر ۲۷مه شوي وو چې یو برید په شمالي وزیرستان او بل د بلوچستان تربت ته نژدې شوی دی.
 

د یادې ادارې له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شمالي وزیرستان کې یې شپږ عسکر هغه مهال وژل شوي چې وسله والو پرې د پولې هغې غاړې برید کړی دی.
 

ای ایس پي ار په یو بله خبرپاڼه کې ویلي چې د بلوچستان د هوشاب او تربت په منځ کې وسله والو د عملیاتو پر مهال پر عسکرو ډزې کړې دي او څلور عسکر یې وژلي دي.
 

چا تر اوسه د دې بریدونو ذمه واري نده منلې.