د نوموتي پوه او څېړونکي لويي پاستور ارزښت لرونکي پيغامونه



 
ـ د ستونزمنو کارونو په ترسره کولو کې ډېر خوند وي. 
 
ـ علم هېڅ هېواد نه پېژني، ځکه چې علم په ټول بشريت پورې تړاو لري او علم داسې مشعل دی چې نړۍ روښانه کوي. 
 
ـ لويه ربه! زه نشم کولی چې ستا د ټولو بې شمېره نعمتونو شکرانه ادا کړم، زما د وجود ذره ذره ستا د نږدېوالي لپاره تپېږي.
 
ـ ناهيلي د هڅې او کوښښ ترټولو ستر دښمن دی.
 
ـ که غواړې راحته او ارامه ژوند ولرې، له تکبر څخه ډډه وکړه. 
 
ـ راځئ چې د خپلې بريا راز درسره شريک کړم: زه سخت کار کوم. 

ـ يوازينۍ خزانه چې د پلټلو ارزښت لري، موخه يا هدف دی. 
 
ـ برياليتوب هغه وخت ډېر خوند لري، چې د خپله انسان په هڅو لاس ته راشي. 
 
ـ اجازه مه ورکوئ چې بې ارزښته اوښکې تويېدل مو تباه کړي.