د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عبدالله ننګیال له بند څخه آزاد شو

روهي( نۍ/۵ د زمري )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عبدالله ننګیال تر دوه میاشتني بند وروسته د جولايي پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د بند څخه آزاد شو.
 

نوموړی د شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې د پاکستاني پوځ په ډزو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر غړو د وژل کېدو تر پېښه وروسته نیول شوی وو.
 

عبدالله ننګیال دا دوې میاشتې په د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو زندانونو کې تېرې کړې.