فلپین هېواد کې زلزلې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

روهي( نۍ/۵ د زمري )، فلپین هېواد کې شوې زلزله چې د رېښتر په کچه ۵.۹ حساب شوې او خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي. دغې زلزلې کې ۹ کسان وژل شوي او په لسګونه نور بیا سخت ټپیان شوي دي چې شمېر یې تر ۶۰ اوړي.
 

دغه زلزله چې د فلپین هېواد د شمال په یوې جزیرې کې شوې ده چې ډېری پخوانۍ ودانۍ او کورونه یې غورځولي دي.
 
 
د دغې زلزلې له کبله ډېری سړکونه بند دي او په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د بلې زلزلې اټکل هم ښودل شوی دی.
 

د فلپین هېواد حکومت ویلي دي چې دوي سیمې ته کومکي ادارې او خلک لېږلي او دا وخت دوي لګیا دي ترڅو د ودانیو لاندې شوي خلک راوباسي، داسې اتکل هم کېږي چې مرګ ژوبلې کې زیاتوالی راشي ځکه ودانیو لاندې ډېر خلک بند پاتې دي.