د ویده کېدو څخه مخکې لامبل ګټه لري یا تاوان؟

روهي( نۍ/۵ د زمري )، عام ډول سره هغه سیمو کې چې ګرمي ډېره وي خلک د ویده کېدو څخه مخکې کوښښ کوي چې ولامبي تر څو ګرمي کمه او په اسانۍ سره خوب وکولی شي.
 

څېړنو هم دا ښودلې ده چې د ویده کېدو څخه مخکې لامبل د انسان ذهن اراموي.
 

امریکا کې طبي نوو څېړنو ښودلې ده چې د ویده کېدو څخه ۹۰ دقیقې( یو نیم ساعت ) وړانډې ځان په تړمو اوبو سره وینځل انسان ته ډېره فایده لري.
 

دغې نوې څېړنې ښودلې ده چې هغه کسانو لپاره بیا دغه لامبل خورا ګټور دي چې د شپې له خوا په خوب کې ځينې تکلیفونه لري.
 

دغو طبي څېړنکارانو چې په ۵۰۰۰ کسانو یې دغه څېړنه کړې ده ویلي دي چې ۹۰ دقیقې وړاندې لامبل د انسانانو ذهن اراموي او دغه کار یو ګټور کار دی.
 
دغې څېړنې دا هم ویلي دي چې هر بالغ نر او ښځه که ۹۰ دقیقې وړاندې په تړمو اوبو سره ځان ومینځي نو د بدن حرارت به یې عادي او ذهني فشار به یې له مینځه لاړ شي.
 

دغو څېړنکارانو دا نه دي ویلي که څوک په یخو اوبو سره ولامبي کوم څه سره به مخ شي خو په ټولیزه ډول مخکې د ویده کېدو څخه لامبل د بدن حرارت عادي ساتي، فشار نورمالوي او ذهن ته سکون ورکوي.
 

ژباړن: محمد مبین هڅاند