علي اکبر صالحي ( د ایران د اټومي انرژۍ رئیس ) دویمه اټومي بټۍ جوړوو

روهي( نۍ/۵ د زمري )، د ایران د اټومي انرژۍ رئیس ( علي اکبر صالحي ) د ایران دولتي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې دویمه اټومي بټۍ به هم د بصرې خلیج په څنډه کې د بوشهر په ولایت کې جوړه شي.
 
 

هغه زیاته کړې ده چې د راتلوونکي میاشتې په نیمايي کې به په بوشهر کې د دویمې اټومي بټۍ د بڼسټ ډبره کیښودل شي. دا بټۍ به د ۶ کالو په دننه کې په فعالیت پیل وکړي. هغه زیاته کړه چې ۸ کاله وروسته به د دریمي اټومي بټۍ لپاره پوره چمتو شو.
 

هغه د اراک ریکتور د نوي کولو د چارو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د اټومي تړون نه د وتو نه وروسته د انګلستان او چین سره پدې برخه کې همکاري دوام لري.
 
چارې په ډیره ښه توګه پر مخ روانې دي.
 

د ایران د دغه نوي اقدام په اړه تردې دمه امریکا څه نه دي ویلي.