په ورځني ژوند کې د موخو ارزښت

که غور وکړو د انسان بد مرغي تر ډېره د بې موخه ژوند کولو له امله ده، ډېری بریالي اشخاص ځکه بریالي شوي دي چې د ځان لپاره يې لوړې موخې او اهداف ټاکلي دي،  ولې د یو شمېر پخوانیو بریالیو افرادو نومونه  تر اوسه د خلکو په زړونو کې ځای نیولې دي؟ چې له دې جملې څخه یو هم د هېواد د خپلواکۍ اتل ارواښاد شهید غازې امان الله خان دی چې د لوې افغانسان آذادي يې ترټولو لویه موخه اوهدف وه او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره يې له هیڅ ډول امکاناتو او کوښښونو سترګې نه دي پټې کړي. همداسې ډېر نور افراد لکه: سقراط، افلاطون، ارسطو او نور.... چې نومونه یې له پېړیو پېړیو لا ژوندي دي په خپل ژوند کې یې ټاکلې موخې درلودې او د ټاکلو موخو لپاره يې کار کاوه. چې خبره بلې خوا لاړه نه شي نو راځمه خپلې موضوع ته!     موخه یا هده د لوري ټاکل، لیدل، په تخېلاتو کې یو څه لیدل او انځورول یا نتیجې ته  رسېدل، موخه یا هدف یوه مشخصه نتېجه ده چې د فرد له لوری ټاکل کېږې، او په ټاکلي وخت کې د انګېزې څخه وروسته ترلاسه کېږي! یا په بله وینا موخه اوهدف په لغت کې د نښان او غرض په مانا ده او په اصطلاح کې هغه څه چې  شخص مخکې د عمل څخه تصور کوي او د لاسته راوړلو لپاره یی د ټولو امکاناتو او وړتیاو څخه استفاده کوي موخه یاهدف بلل کېږې. د جان دیوي په آند ښه موخه او هدف هغه دی چې د فعلي حالاتو او شرایطو سره سم ټاکل شوې وي. ډاکټر علي  قایمي په نظر د موخې او هدف څخه منظور هغه نقطه او موقیعت دی چې غواړو هغه ته ځان ورسوو.     معمولاً موخه له ارزوګانو سره یوځای یا مترادف استعمالېږې، چې په حقیقت کې دا شان نه ده. ارزوګانې انسان له حقیفت څخه لری ساتي؛ اما موخه انسان حقیقت ته رسوي، ارزوګانې خیالي تصورات دي چې ډېر ځله يې انسانان په ترلاسه کولو او خپلولو کې پاتې راځي، که چېرته د هیلو او موخو توپیر ته وګورو نو و به وایو چې هیلې تر هغه  وخته  هیلي دي چې تر څو پورې تصوري او خیالي مو په ذهن کې ځای نیولی وي او د هغه د ترلاسه  کولو لپاره لاس په کار شوي نه یو یا مو د ترلاسه  کولو کوښښ نه وي کړی. همدا زموږ کوښښونه او د امکاناتو استفاده کول دي چې دا هیلې مو په موخو باندې بدلوي. یانې کله چې مو د موخو ترلاسه کولو لپاره له  خپلو ټولو مادي او معنوي امکاناتو استفاده  وکړه نو نور زموږ هیلې له موږ سره هیلې نه په موخو بدلیږي. نو په ټوله کې موخه کُل ده او هیله د موخې جُز شمېرل کیږي.     هغه چې په خپل ژوند کې بې موخې پاتې شوي یا یې د ځان لپاره موخه نه ده ټاکلې د هغه  اشخاصو په پرتله چې په خپل ژوند کې د خپل ځان لپاره موخې لري له ژونده ستړي، نارامه، بې باوره، ډارن انسانان دي او د ژوند په خوږو هیڅ نه پوهیږي. داسې کسان بیا تل حال ته ترجیح ورکوي او دوې د آینده په قیصه کې نه وي هغه د چا خبره دوې وايي چې وخوره وڅکه او بس. په داسې حال کې چې موخه لرونکي افراد د دې برعکس له ژونده خوښ، ارامه، خوش باور او پرځان باور لرونکي دي، دوې د هرفعالیت لپاره آینده سنجوي، دلته ده چې دا ډول انسانان بیا په خپلو چارو کې بریالي افراد شمیرل کیږي.      دا چې د موخې یا هدف له کلیمې سره بلتیا لرو، خو بیا هم تر ډېره په دې نه یو پوهیدلي چې موخه یا هدف څنګه وټاکو او کوم مسائیل د موخو په ټاکلو  کې په  نظر کې ونسو؟ موخه(هدف) باید څه ډول وي؟ د ښې موخې ځانګړنې کومې دي؟ موخې کومې ګټې لري؟ او ولې ځینې خلک په ژوند کې موخې نه لري؟     دا موخه ده چې په ژوند کې مو د پرمختګ او بریالی کیدو چانس زیاتوي، د پرمختګ د اصلو څخه لومړی اصل د هدف ټاکل دي، ځکه که یو فرد د پرمختګ لېواله وي اما موخه ونه لري آیا دا فرد به په ژوند کې هم کله پرمختګ وکړي؟ موخه مو د فکري تمرکز باعث کیږي موخه لرونکي افراد خپل فکر او حواس تل د خپلو موخو پرو وړاندې متمرکزوي او د خپلو موخو لپاره کار کوي، موخه په فعالیتونو کې د انحراف او بې نظمې مخنیوی کوي، هغه افراد چې په ژوند کې موخه لري هیڅکله په خپلو فعالیتونو کې انحراف او بې نظمې ته ځای نه ورکوي، هغه افراد چې غواړي د ځان لپاره یو منظم مهالوېش جوړ کړي، نو موخه د مهال وېش په جوړولو کې پوره رول لري او د تطبیقولو لپاره موتل هڅونه کوي، همدارنګه موخه مو انګېزې او کوښښونو ته پایښت ورکوي. موخه په درې ډوله ده      ۱ اوږد مهاله موخه: هغه موخه ده چې ډیر وخت او هڅو ته ضرورت لري، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږې.لکه د زده کوونکو رسیدل خپلو موخو ته چې یو زده کوونکی غواړي په پوهنتون کې استاد مقرر شي.     ۲ لنډ مهاله موخه: دا اموخه نسبتآ ډیر وخت او زیاتو هڅوته اړتیا لري، ترڅو چې موخې ته ورسېږو.      مثلآ: د کانکور په امتحان کې کامیابېدل او د خوښي پوهنځې ته لاره پیدا کول. ۳ ورځنې موخې: دا ډول موخې معمولآ هره ورځ او هر وخت ټاکل کېږې. لکه د کتاب لوستل او د دې لوستلو لپاره ځانته د موخو ټاکل. نو خپل موخې داسي ترتیب کړئ چې لومړی اوږدمهاله، لنډ مهاله او ورځنې ، البته د وخت له نظره یی هم مشخص کړې، یعنی څومره وخت به ونېسې تر څو مشخصې موخې په لاس راوړو یوه ورځ، یو کال، دوه کال یا هم ډېرکلونه .    د هدف پروسه له دې ځایه پیل کیږي! ۱ تاسې په  اوس وخت  کې چېرته يئ یانې تاسې فعلاً په کوم موقف کې یئ، آیا تاسې زده کوونکی، زدکړیال یا هم په دنده بوخت یئ؟ ۲ تاسې غواړئ چېرته  لاړ شئ، یانې تاسې له کوم موقف سره مینه، علاقه او لېوالتیا لرئ؟ ۳ د موخې د ترلاسه کولو لپاره څومره امکانات لرئ او څومره استفاده ترې کولئ شئ.      او د دې لوستلو لپاره ځانته هدف ټاکل. نو د خپلو موخو د ټاکلو لپاره لاندې درې خبرې په نظر کې ولرئ! ۱ آیا تاسې چې کومې موخې ټاکلي دي له دې موخو تاسې خپلې ټول هیلې پوره کولې شئې؟   ۲ آیا دا موخې تاسې په خپله ټاکلي دي یا د نورو د حاکمیت پر اساس پر تاسو منل شوي دي؟   ۳ آیا تاسې د دې موخې د مثبتو او منفي اړخونو په اړه فکر کړی دی؟  که مو دې پوښتنو په هو او مثبت ځواب ورکړی وي نو تاسې ډاډه اوسې چې د موخو ترلاسه کولو لپاره مو کافي کار کړی دي، او نور هم دوام  ورکړئ څو خپلو موخو ته ورسېږئ.   د ښه اهدافو د ټاکلو خصوصیات    1. هدف باید روښانه، واضح او مشخص وي.   2. هدف باید واقع بین وي.   3. هدف باید د کاغذ پر مخ ولیکل شي.   4. هدف باید هیجاني وي.   5. هدف باید د وخت سره مناسب وي.   6. هدف باید د ټولو لپاره قابل قبول وي.   7. هدف باید دلاسته راوړلو وړ وي.   8. هدف باید د خللکو د تائید وړ وي.   9. هدف باید د منابع او امکاناتو سره متناسب وي.   10.  باید سود مندوي وي.     ولې محصلین اوشاګردان موخې نه ټاکي؟   ۱ محصلین او شاګردان د موخو په معنا نه پوهېږې.   ۲ محصلین اوشاګردان نه پوهېږې چې څه ډول موخې وټاکې.   ۳ له ماتې ويره یعنی له ماتې ویرېږې.   ۴ له مسؤلیت څخه تېښته کول.   ۵ د موخو په اړه یی ذهنیت سازي نه ده شوې.