څه وکړو چې ناهیلي نه شو؟

ناهیلي چې د پرمختګ څرخ ټکنی کوي د څېړنو له مخې په وروستیو کې خورا زیاته شوې ده، یعنې په نږدې هرو لسو تنو یو یې پر ناهیلۍ اخته دی. د ځینو څېړونو پر اساس چې ارواپوهانو ترسره کړي، دا څرګندوي چې ځان وژنه، روږدي کېدل، غلا، قاچاق، ان جنسي انحرافات او د دې ته ورته نورو ستونزو او جنایتونو د را پېښېدلو اصلي لامل ناهیلي ګڼل شوې ده.
 

ناهیلي نه یوازې دا چې د خدای (ج) پر وړاندې عظیمه ګناه ده؛ بلکې یوه ستره روانۍ ناروغي هم بلل کېږي چې ممکن ډېرې اروايي او بدني ناروغۍ لکه: قهر یا غوسه، اضطراب، استرس، بې خوبي او نورې هغه رامنځته کړي.
دا چې ناهیلي زموږ په ارمانونو خاورې اړوي؛ د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلای شي، ژوند مو له سترو ګواښونو سره مخ کولای شي؛ ان په ټولنه کې مو شخصیت هم تر سوال لاندې راولي؛ نو پکار ده چې ناهیلي نه شئ؛ څو خوشحاله او له خوښۍ ډک ژوند ولرئ او ټولنې ته ځان یو سالم شخصیت ور وپېژني کړئ. نو د دې لپاره چې ناهیلي نشئ؛ بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسئ او په خپل ورځني ژوند کې ورته عملي جنبه ورکړئ، په څو ورځو کې به په ځان کې د بدلون احساس وکړئ.  
 

  • لومړی پر نفس مو باور لوړ کړئ.
  • له وېروونکو او اضطراب راوړوونکو څيزونو څخه لريوالی غوره کړئ.
    که وحشتناک او غمګین فلمونه، داستانونه، ناولونه او خبرونه ګورئ، ښکاره ده چې ناهېله به شئ.
  • له خلکونه زیات توقوعات مه لرئ.
 
که له چا زیاته طمع ولرئ او ستاسو غوښتنه پوره نه کړي، ووایئ چې نه به ناهیلي کېږئ.
همدا رنګه یو صحابي (رض) وایي کله چې له الله (ج) څخه څه غواړئ خوشحالېږي او که له بنده یې وغواړئ؛ نو بنده نا راحته کیږي. رحمان بابا په خپل شاعرانه انداز په دې اړه څه ښه فرمايي:  
په خپل ځان کې خوند پېدا کړه که خوند غواړې له دونیا
هسې مه وايئ رحمانه چې بې خونده زمانه شوه
که تاسې هر څه غواړئ؛ نو باید له الله تعالی ج څخه او بیا یې له ځانه وغواړئ، نه له نورو نه؛ ځګه یوازې تاسې په خپله یئ چې خپلې غوښتنې پوره کولای شی.
 
  • ځان له نورو سره مه برابروئ.
  • مطلقه ناکامي یا ماتې منونکي مه اوسئ.
    هيڅ وخت فکر مه کوئ چې نه بریالي کېږئ؛ بلکې تل فکر وکړئ چې بریالي کېدونکي یاست.
  • دومره هېله مند واوسئ چې هيڅوک ونه شي کولی ستاسې خوښي له منځه يوسي، داسې به ډېر زر بریالي هم شئ او هم به ناهېلیتوب له منځه یوسئ.
  • اوږده او ژوره ساه واخلئ. باید په ورځ کې له ۷- ۱۰ ځلو پورې ژوره ساه واخلئ. ډېره ساده خبره ده یوازې د پوزې له لارې تنفس اخلئ؛ تر لسو ثانیو یې وساتئ او وروسته یې د خوې له لارې خارج کړئ. په دې کار سره به ډېره خوښي احساس کړئ.
  • هيڅکله د تېرو ناکامیو او د راتلوونکو ناکامیو په اړه فکر مه کوئ؛ بلکې د حال کامیابیو او لاسته راوړنې په نظر کې ولرئ.
  • ډېر استراحت او تفریح وکړئ. ډېر استراحت او تفریح کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي؛ څو ناهیلي نشئ او یو باوري ژوند ته به مو و هڅوي.
  • ټولنیزې اړیکې مو ټينګې کړئ.
  • تل مو پر شونډو موسکا وساتئ.
  • د خپلې خوښې مسلک (د خوښې موضوع کې) مطالعه وکړئ.
  • په خپل ژوند کې مثبت لید لوری ولرئ. تر اوسه مې چې د هر څه په اړه خبرې کولې دا موضوع هغه راټولوي او د ټولو اصولو کیلي پیاوړي کوي. په نړۍ کې دوه اصلي لید شته چې په لاندې ډول دی.
  • بد فکر کول (منفي فکر)
  • ښه فکر کول (مثبت فکر)
    • منفي ګرا افراد هر کله تنګ نظره او د لنډ فکر څښتنان وي او مثبت ګراه افراد ډېر پراخ نظره او د لوی فکر څښتنان وي؛ نو کوښښ وکړئ چې مثبت ګراه و اوسئ؛ څو ناهیلي نشئ.
    ستاسو د خوشحاله ژوند په هېله!