السبسي د ۹۲ کالونو په عمر ومړ

روهي (پنځه نۍ/۳ د زمري)، د تونس پخوانی ولسمشر السبسي نن ورځ ومړ. دی هغه لومړی ولسمشر وو چې په تونس کې د ازادو ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی وو.

السبسي له تېرې يوې مياشتې په روغتون کې بستر وو او نن ورځ يې په روغتون کې ساه ورکړه. السبسي د عمر داسې پوړۍ ته رسېدلی وو، چې نور يې د چارو د تنظيم وړتيا نه درلوده.

دا چې دی په لومړی ځل تونس کې واک ته رسېدلی وو، نو د تونسي ولس ترمنځ ځای او اغيز درلود.