
روهي (پنځه نۍ/۳ د زمري)، نن ورځ په يو شمېر اروپايي او افريقايي هېوادونو کې د ګرمۍ درجه پورته شوې وه، چې د فرانسې په يو شمېر سيمو او ځيني افريقايي هېوادونو کې بيړني حالت اعلان شوی.
د برتانیا حکومت په ځينو سيمو کې اورګاډو ته ارام کړی دی چې ارام مزل وکړي، ځکه د سختې ګرمۍ څخه ويره دا ده، چې ښايي اوسپنيزې پټلۍ ويلي شي.
د يادونې ده چې روان کال کې په افغانستان کې هم ګرمۍ زياته شوې ده او دا په داسې حال کې ده چې تېر ژمی پوره باراني او واورين وو.