
د ۲۰۱۹ کال جولای میاشتې په ۲۲ د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې د لومړی وزیر عمران خان سره په لیدو کې د سپینې ماڼۍ واکمن دونالد ترمپ څرګنده کړه چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو د پاره کولی شي په لسو ورځو کې دا هیواد له منځه یووسي خو ددې عملیاتو په ترځ کې نږدې لس میلیونه خلک وژل کیږي چې نوموړی نه غواړي داسې پیښه رامنځته شي.
عمران خان په خبرو کې مهارت او په امریکا کې د پاکستان نماینده ګیو د فعالیت له امله دا سبب شوه چې دونالد ترمپ دغسي غورې وکړي او یو ځل بیا سیاسی تیروتنه وکړي.دا لومړی ځل ندی چې دونالد ترمپ داسې تیروتنې کوي.
همدارنګه د کشمیر په هکله د ترمپ څرګندونو هند په غصه کړی او داچی ترمپ ویلي و چې دی حاضر دی د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په مسله خبرې وکړي ، د هند له خوا رد شوې.
ترمپ ددې څخه بی خبره و چې د سپینې ماڼۍ د باندې د کشمیر په سلګونو کسان ولاړ او د ازاد کشمیر غږونه یې پورته کړي او د پنجاپی ادارې څخه یې د خپلواکۍ غوښتنه کوله.
عمران خان د امریکا د اولسم مشر سره په داسې حال کې کتنه کوله چې د سپینې مخې باغ کې په زرګونو پښتانه ، بلوڅ ، سندیان ، کلګیټ او د کشمیر خلک را ټول شوي او د ازادۍ نارې یې وهلې . دوی د پنجاپی استعمار څخه ازادی غوښتله دوی په خپلو ویناو کې د پنجاپ پوځ ددې توکمونو په ټول وژنو تورن کاوه او ویل یې چې تروریزم د پنجاپي استعمار له خوا را منځته او ملاتړ یې کیږي.
په دې مظاهرو کې یو شمیر پنجاپیانو هم ځانته مظاهره درلوده دوی د نواز شریف په ملاتړ راوتلي و . دوی د عمران خان د حکومت څخه نا راضي و او په خپلو شعارونو کې یې ویل: ګو ، نیازۍ ګو.
بیا ځینو د عمران خان پلویانو دده په ویاړ په اتڼونو لګیا و او ډوهلونه يې وهل.
په پای کې د درې واړو مظاهرو ګډون کونکو تر منځ اخ و ډب را منځته شو ، په ځای کې موظف پولیسان اړ شول چې مظاهره چیان د سیمې څخه وشړي.
د عمران خان څخه په سپینه ماڼۍ کې د ترمپ بیساری هرکلی ددې سبب شو ، چې نړۍ فکر وکړي چې پاکستان په سیمه کې تر ټولو زیات باوري هیواد دی.
دا غوره او دا هرکلی د کابل د پاره تر ټولو مهم پیغام و ، چې کابل ته د ترمپ له خوا ورکړل شو. ددې پیغام څخه مطلب دا دی چې کابل باید د پنجاپ غوښتنو ته غاړه کیږدي.
د ترمپ دا ډول چلند ، هند او افغانستان د امریکا څخه ، چې د هغه طبعي متحدین ګڼل کیدل خفه کړل.
د امریکا د اولسمشر سره په خبرو کې عمران خان هڅه وکړه چې دده حکومت د پخوانیو سره توپیر لري د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او هم دې ته تیار دی چې په افغانستان کې د سولې د پاره د طالبانو سره خبرې وکړي.
که څه هم په ښکاره ډول ددې هیات مشرتوب عمران خان کوله خو په دې هیات کې جنرال باجوه په عسکر لباس کې وجود درلود. او د عسکری لباس سره هم سپینې ماڼۍ ته ننوت . چې دا د دیپلوماتیکو نورمونو خلاف کار و.
باید ووایو چې په هیات کې د باجوه موجودیت په خپله عمران خان تر سیوري لاندې راوستلی و. چې د عمران خان د پاره هم دا سفر بیخونده ښکاریده. دا ځکه په پنجاپستان کې ملکي چارواکي هسې سمبولونه دي دوی هغه څه کوي چې پوځي مشران یې وایي.
دا چې باجوه په دې هیات کې ولې شامل کړل شوی و؟ معلومه نده خو داسې ښکاري چې باجوه د یوې خوا په عمران خان باور نه درلود او د بلې خوا هڅه یې کوله چې د پاکستان د اصلي مشر په توګه په مذاکراتو کې شامل و اوسي او د حالاتو څخه خبر ولري.
شاه محمود قریشی ملتانی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې هلته ځان په پښتنو کې شمیري هم په دې سفر کې و. قریشي زیاته هڅه کوله چې عمران خان د دې لیدنې اصلي لوبغاړي په توګه ښکاره کړي مګر سپینه ماڼۍ په دې پوهیده چې اصلي لوبغاړی د هیات په دریم لمیر کې ځای نیولی دی.
ډیر امکان لري چې د جنرال باجوه او د امریکا د پوځي مقاماتو سره پټ ملاقاتونه تر سره شوي وي داسې ملاقاتونه چې په خپله عمران خان هم ترې خبر نه وي.
نو ځکه په دې سفر کې داسې معلومیده چې عمران خان د پلاوي مشر نه دی بلکې د پلاوي ویاند دی چې هغه څه په خوله راوړي چې باجوه د پخوا څخه ورته ویلي وي.
د باجوه د پاره د ترمپ غوره په زړه پورې او هیلې کونکي وه خو د عمران خان تندی ورته تریو شو. او دا غوره یې ورسره په تریو تندي تایید کړه. د عمران خان دا ډول روحیې ښايی د پنجاپستان د پټو شبکو او سیاستوالو سره پوښتنې پیدا کړي وي . کیدای شي دا پیښه په خپله د عمران خان د پاره ښه پایله ونلري.
همدارنګه عمران خان په خپلو خبرو کې د پښتنو سره د ظلمونو او نارواو په هکله اشارې درلودې او د پښتون ژغورنې غورځنګ دا ادعاوې یې تایید کړې. خو ددې له پاره چې ځان د پوځ قهر څخه وژغوري وايي چې دا غورځنګ باید په پوځ پسې خبرې ونکړي.
د افغانستان اړوند په دې کې هیڅ شک نه شته چې په تیرو اویاو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو دولت د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تل د پاکستان څخه ملاتړ کړی دی او اوس هم دا ملاتړ روان دی.دا ټول د کابل په بې کیفایتۍ باندې دلالت کوي.
جغرافیا نه بدلیږي ، اولسونه نه بدلیږی مګر هیوادونه او نظامونه بدلیږي . خو دا بدلون د ټولنیز تکامل له مخې رامنځته کیږی هرې ټولنې تکامل د سیاستوالو او مشرانو د ارادې څخه بهر دی مګر بی اغیزې نه دی. د داخلي او نړیوالو شرایطو له مخې هیوادونه رامنځته کیږي او یا ړنګیږي.
خو که په سیمه کې کوم هیواد له منځه ځي هغه به پنجاپستان ( پاکستان) وي دا ځکه چې د اوسنیو شرایطو په تحلیل سره دا لیدل کیږي چې شرایط د افغانستان په ګټه او د پنجاپ په زیان روان دي .د پنجاپ استعمار مخ په ړنګیدو دی . نه نړیوال بانک او نه سپینه ماڼۍ هغه ته نجات نه شي ورکولی.
باید ووایو چې د ترمپ د غورو په هکله د ارګ څه ډول غبرګون دی د هغه په هکله په دې لیکنه کې څه نه وایو. خو دومره په ټولنیزو رسنیو کې راځي چې د ترمپ دې خبرو د افغانستان اولسمشر غبرګون ډیر جدي و.
خو موږ په دې لیکنه کې هغو بیکاره ، مزدورو سیاستوالو ته اشاره کوو چې تل یې د افغانستان د ګټو په ځای د ګاونډیو ګټې لوړې بللي مګر اوس د خپل څیرو د سپینولو د پاره په اپلتو او غورو سر شوي دي دوی داسې غورې وکړې چې د ترمپ غوره یې په صفر ضرب کړه.
که چیرې په نړیواله سویه د غورو مسابقه یا سیالي را منځته کړل شي ډیر امکان لري چې په دې مسابقه کې لومړی ، دوهم او دریم مقامونه افغانان وګټي .
اوس راځو واقعیت وڅیړو:
د امریکا متحده ایالات دومره اتومي ، هایدروجني او کیمیاوي وسلې لري چې دا نړۍ څو ځله نابود کولي شي. د امریکا پوځ د خپل جګړه ایز تخنیک سره په استفادې سره ددې جوګه دی چې مختلف اهداف له منځه یوسي. د امریکا په وړاندې غورې کول د غوايی د ښکر سره د ... جنګول دي.
باید ووایو چې په افغانستان کې زیاتره هغه کسان چې په دا ډول اپلتو سره دې د افغانستان د اقتصاد په تباهی کې غوره رول لوبولی او د افغانستان د پوځ جنګي تخنیک یې د پنجاپ تروریستی – پوځي ادارې ته سپارلی دی. همدا کړۍ دي چې افغانستان یې په نړۍ په او سیمه کې تر ټولو کمزوری هیواد ګرځولی د افغانستان بشپړ اکثریت نفوس یې د خوارۍ کندې ته غورځولي دي.
تر اوسه ترمپ په دې نه پوهیږي چې د تروریزم را منځته کونکی پنجاپستان دی او افغانان د تروریزم قربانیان دي د دونالد ترمپ د دې خبرې مسوولیت په خپله کابل ته راګرځي دا ځکه چې:
- تر اوسه دونالد ترمپ په دې نپوهیږي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي علت څه دی؟ په دې صورت کې د امریکا او لویدیز خلک به کله دا درک کړي چې د تروریزم اصلي روزونکي او صادرونکي پنجاپستان یا په پل عبارت پاکستان دی.
- د افغانستان په جګړه د پنجاپی استعمار او ایراني لوړتیا غوښتونکو کوم رول لوبولی دی؟
- د تروریزم اصلي منبع کومه ده او د چا له خوا یې ملاتړ کیږي؟ ایا افغانان تروریستان دي او که د تروریزم قربانیان؟
کابل ادعا کړیده چې د افغانستان خلک چا ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد برخلیک وټاکي او په دې هکله بیا یو شمیر کسان مثالونه هم ورکوي یعنی دلته انګریزان ، چنګیزیان او نور مات شوي دي. خو راځئ واقعیت ووایو:
باید په زغرده سره ووایو چې د وګړي ، خلکو او هیوادونو د اصلي برخلیک ټاکونکی لوی څښتن پاک خدای دی، مګر دا چې ددې برخلیک د بدلیدو سبب څه دی هغه د لوی څښتن له خوا ټاکل کیږي.
کابل او د هغه بیکاره سیاستوال باید خپلو مټو ته وګوري چې څومره انرژي پکې لري او که ددې توان ولري چې د تیري کونکي په وړاندې د مقاومت ښودلو او د هغه د ماتولو توان وجود ولري په هغه صورت کې ددې په ځای چې په اپلتو سر شي باید رښتیا ووايی.
عمران خان نیازۍ د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې لومړی وزیر په پښتني کالیو ، واسکټ او پیښوري څپلیو کې سپینې ماڼۍ ته ولاړ او د دونالد ترمپ له خوا دروند هرکلی ورته وویل شو او ډیر ونازول شو.
عمران خان په خپلو ټولو خبرو کې داسې اشاره ورکوله چې ګویا هغه د افغانستان د چارو واګې په لاس کې لري او دی کولي شي هغه څه تر سره کړي چې د امریکا متحده ایالات یې غواړي.
هغه د پوځي جنرالانو په فرمایش سره هڅه وکړه چې ترمپ ته دا قناعت ورکړي چې دا د افغانستان داخلي جګړه ده او تاسې په دې جګړه کې ښکیل یاستۍ. مګر هغه تیار دی چې د نوموړي جګړې د پای ته رسولو او د امریکا سره په دې ډګر کې مرسته کولی شي.
هغه ورته ډول ډول ژمنې ورکړي او د هغه ژمنې ددې سبب شوې چې ترمپ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د پاره ترمپ یوه لار د دې هیواد د له منځه وړل مطرح کړي . هغه څه چې د پنجاپي استعمار جنرالان یې غواړي.
د کابل سیاستوال باید پوه شي چې په اوتو بوتو او لاپو هیڅ نه کیږي . بلکې د اوسني ناوړه حالت څخه د وتلو د پاره باید لازم پلانونه او ستراتیژي رامنځته کړل شي.
نږدې څلویښت کاله کیږي چې د افغانستان په ضد د پنجاپ ( پاکستان) له خوا جګړه روانه ده هره ورځ په سلګونو خلک ددې جګړې له امله وژل کیږي دا هیواد د خلکو د پاره په تنور بدل شوی دی اوس هر وګړۍ هڅه کوي چې د افغانستان څخه وتښتي او په بهر کې خپل ژوند خوندي کړي.
د افغانستان په ضد د پنجاپ د ستراتیژي اصلي موخه د افغانستان له منځه تلل دي پنجابی ستراتیژیستان په دې ښه پوهیږي چې که چیرې ځواکمن افغانستان را منځته کیږی په هغه صورت کې د پنجاپستان ( پاکستان) عمر لنډیږي.
خو د کابل حکومت د پنجاپ په وړاندې هیڅ کوم غبرګون نه ښيي. او تر ډیره بریده اسلام اباد ته منډې وهي او بیرته تش لاسونه راستانه کیږي.
حامد کرزی یوویشت واره د اسلام اباد سفر وکړ ، اشرف غني دوه وارې ولاړه مګر هر ځل تش لاسونه راغلل.
دوی دواړو هڅه وکړه چې پنجاپ ته د ځینو امتیازاتو په ورکولو سره ، روانه جګړه سړه کړي:
زیات شمیر کسان داسې فکر کوي چې په یوه هیواد کې په موجوده نظام کې د اشخاصو بدلون به ددې سبب شي چې په سیاستونو کې هم بدلون راشي . مګر داسې نه ده د افرادو بدلون هیڅ کومه اغیزه نلري.
په پاکستان کې هم د افغانستان په وړاندې هغه ستراتیژي چې د افغانستان په وړاندې اویا کاله مخکې ترتیب شوي ده تر اوسه عملي کیږي او په هغه کې بدلون نه راځي.
ځینو داسې فکر کاوه چې عمران خان به د جګړو څخه د پښتنو د سیمو په ژغورلو او په افغانستان کې د مداخلو په مخنیوی کې مثبت رول ولوبوي مګر خبره بل ډول وختله . کله چې عمران خان واک ته ورسید د پښتنو ځپل زیات شول او په افغانستان کې د پنجاپ مداخله زیاته شوه.
د هغه په اړخ کې عمران خان هڅه وکړه چې سپینه ماڼۍ د کابل د ملاتړ څخه راوګرځوي او د دې موخې د پاره یې د سعودی هیواد د شهزاده ( د ټولنیزو رسنیو په قول ) څخه کار واخیست تر څو عمران خان ته سپینه ماڼۍ ته د ننوتلو د پاره لاره اواره کړي.
تیره میاشت د کابل اولسمشر اسلام اباد ته سفر وکړ ، که څه هم د افغانستان خلکو او پښتنو ددې سفر سره کلک مخالفت وکړ ، مګر هغه ټینګار کاوه چې په دې سفر کې به ډیر څه تر لاسه کړي.
نو داسې ښکاره شوه چې کومه معامله تر سره نه شوه نو ځکه یې د یوه ښوونکي په توګه یې یو څو لکچرونه ورکړل چې د اوریدونکو له خوا په یوه غوږ واوریدل شول او په بل غوږ وایستل شول.
په مقابل کې پنجاپی رژیم په کندهار ، کابل او د هیواد په نورو سیمو کې خونړو پیښو ته لاس واچوه چې په سلګونو خلک په کې ووژل شول. دا هغه سوغاتونه و ، چې د عمران خان ( اصلا د پنجاپستان د پوځ ) له خوا اشرف غني ته ورکړل شول.
دا د اشرف غني د پاره ډیر ښه پیغام و، چې پنجاپی استعماري اداره هیڅکله نه غواړي په افغانستان کې د جګړې څخه لاس واخلي.
اوس ښايی په کابل کې ځیني تش په نامه ګوډاګي سیاستوال په نورو امتیازاتو په ورکولو باندې فکر وکړي. هغه:
د کابل ځینې سیاستوال تر اوسه د پنجاپي استعمار تر اغیزې لاندې دي او د هغوی په یوه اشاره سره څرخیږي چې د هغه ښه مثال اسلام اباد ته د کابل څخه د تش په نامه مشرانو او سیاستوالو سفر و. په اسلام اباد کې د دوی د چلند څخه داسې ښکاریده لکه چې دوی ټول خپل پلرني کور ته تللي وي.
د دې مشرانو ( مزدرو کسانو ) څخه پنجاپستان د ارګ او د خلکو په وړاندې د فشار د الې په توګه کار اخلي او په لازمو وختونو کې هغوی کاروي.
د پنجاپستان په وړاندې تعرضي سیاست ته اړتیا ده . افغانستان ځینې مهم امکانات په لاس کې لري چې نه یوازې کولی شي د هغه څخه په استفادې سره په پنجاپستان باندې فشار راوړي بلکې د هغه څخه د ښې استفادې په صورت کې د پنجاپي استعمار تروریستي نظام محوه کولی شي.
که چیرې محمد اشرف غني د افغانستان اولسمشر غواړي د اوسني بحران څخه هیواد وباسي باید د پاکستان په وړاندې ورته سیاست غوره کړي په هغه صورت کې پاکستان اړ کیږي چې په شاتګ وکړي:
په بهرني ډګر کې
د کابل مشر باید د پورتنو ټکو په نظر کې نیولو سره د پنجاپی استعمار په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
عمران خان اوس په ډیر سخت حالت کې قرار لري د یوې خوا ته پاڼ او بلې خواته پړانګ . د یوې خوا د هغه خپل اولس تباه کیږي او د بلې خوا د پنجاپ د یوه مزدور په توګه کار کوي. همدا خبره ده چې د نوموړی خبرې ضد او نقیض دي.
د عمران خان د پاره څوکۍ مهمه ده هغه باندې چې پښتنې پیغلې د پنجاپی عسکرو له خوا هره ورځ بیعزته کیږي او په زرګونو پښتنې اوس د پنجاپیانو په کورونو کې د وینځو په توګه کار کوي ، ښايی ناوړه اغیزه ولري مګر غږ پورته کولی نه شي.
عمران خان د ترمپ د پورتنی غورې ( د افغانستان د تباهي ) په وړاندې تندی تریو شو.
باید ووایو چې ځینو خپل قوم ته خاینو پښتنو لکه قیوم خان ، ایوب خان ، یحیی خان ، غلام اسحق خان ، عمران خان او نورو ، تر پنجاپی استعمار ګر پښتنو ته ډیر زیات رسولی دی او هم دوی په ټول توان د پنجاپ استعار واګې ټینګې کړي دي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې واشنګټن ته په سفر سره عمران خان د پنجاپی استعمار ډیرې موخې تر سره شوې مګر په دې کې هم شک نه شته چې عمران خان به یوه ورځ لکه ذوالفقار علي بوټو اعدام او یا به د نواز شریف په شان په بیعزتۍ سر ه شړل کیږي. هغه وخت به اوبه له ورخه تېرې وي.
پنجاپي استعمار یوازې او یوازې خپلو ګټو ته ګوري او بس.