په افغانستان کې تر ټولو ستره ستونزه، اداري فساد دی چې د ارګ څخه نیولي ، د حکومت او موسساتو تر ډیرو ټیټو بوړیو پورې اکثریت چارواکي او مسوولین په کې ښکیل دي.
باید ووایو چې دا فساد په خپلوي اړیکو، قومی، ژبنیو، سیمه ایزو او مذهبی تعصبونو سره بدرګه کیږی. او په دې ډول په افغانستان کې اداري فساد یوه نوي بڼه نیسي چې اخلاًقی فساد هم ورسره مل کیږي.
که واقعیت وګورو په افغانستان کې اداري فساد اوس تر ټولو شرمونکي بڼه نیولي ده. داسې اداره به نه وي چې هلته فساد وجود نلري. اداري فساد اوس سراسري، عام او قانوني شوی دی.
د همدې امله د افغانستان خلک ډیر کړیږی مګر د کابل د ادارې چارواکي په ډیره سپین سترګۍ سره په فساد کې ډوب او د غیر قانوني شتمنیو په راټولولو، د ځمکو په غصب، د نشه یی توکو او قیمتی کاڼو په قاچاق کې بوخت دي.
افغانستان د یوه ستر ناورین سره مخامخ دی. هغه ناورین چی له امله یی کیدای شی افغانستان په بشپړه توګه تباه شی. نوموړی ناورین ته په تیرو اتلسو کلونو کی واکمنو لوړ پوړو چارواکو زمینه برابره کړي او افغانستان یی د تباهی د پاڼ په ژۍ ودرولی دی.
په پخوا وختونو کی اداری فساد او بډیو خوړل شرم او ننګ ګڼل کیده ، مګر اوس زورواکان ورباندی ویاړ کوی . د دوی په منځ کی هغه ډیر ښاغلی وي کوم چی ترټولو زیات یی په اداری فساد کی لاس وی ، د خلکو او عامه شتمنی یی لوټ کړي وي.
همدا لوټمارې او کثیفې کړۍ تر هر چا زیات د بی عدالتیو د شتون په هکله خبری کوی او هم د اداری فساد څخه سرونه ټکوي. دوی فکر کوی چی د افغانستان خلک کاڼه او ړانده دي. ددی لاری دا فاسدې کړی هڅه کوي چی د ((بګیریش ، که نه ګیریت)) له تاکتیک څخه د خپلو ځانو د ژغورلو د پاره هڅې کوي.
په افغانستان کې اداري فساد د پخواني اولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې په ډیره چټکتیا سره وده وکړه او په نړۍ کې یې لوړې پوړۍ ځانته خپلې کړې. د افغانستان حکومت په نړۍ کې د فاسد حکومت په توګه وپیژندل شو.
اولسمشرۍ څوکۍ د کیمپاین په مهال په ۲۰۱۴ کال کې محمد اشرف غني خلکو ته په کلکه ژمنه ورکړه چې په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه کوي او په دې ډول به د افغانستان خلک د اداري فساد له جنجال څخه ژغوري.
خو کله چې د اولسمشرۍ په څوکۍ یې ډډه ووهله د اداري فساد په ضد د مبارزې په نوم یې ځینې نمایشي کړنې تر سره کړې خو دا چارې ټولې نمایشي وې . دا ځکه چې د نوموړي زیاتره همکاران په اداري فساد ککړ او لوټماران و. د محمد اشرف غني په لومړۍ دوره واکمني کې اداري فساد تر پخوا ډیر علني، سراسري او قانوني شو. چې د افغانستان خلک ورڅخه تر سپوږمو ورسیدل.
د محمد اشرف غني له خوا د اولسمشرۍ څوکۍ د پاره د دوهم ځل نوماند کیدل دا په ډاګه کړه چې که چیرې نوموړی بریالی شي راتلونکي پنځه کاله به هم په افغانستان کې اداري فساد تر پخوا زیات شي دا ځکه:
که چیرې د اشرف غني د اولسمشرۍ د پاره د کیمپاین مسوولین په اداري فساد تورن نه وای په هغه صورت کې کیدای شول چې محمد اشرف غني د اوسنیو رایو په تناسب څو وارې زیاتې رایې تر لاسه کړي وای. او بې له کوم جنجال څخه د اتیا او نوي سلنه رایو په درلودلو سره د اولسمشر په توګه په دنده پیل کړی وای.
اوس خلک په بشپړه توګه په دې باور دي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ راتلونکی حکومت به د اوسني حکومت ډیر فاسد او په خپلوالی ولاړ حکومت وی.
په دې کې هیڅ شک نه شته که چیرې د حکومت مشرتوب کې فاسدې کړۍ واکمنې نه وای اوس به د افغانستان حکومت ، دولتي ادارې او موسسې به د اداري فساد څخه پاکې وای.
یا په بل عبارت د اداری فساد اصلی سرچینه په خپله ارګ دی چې فاسد ، لوټمار او بې کیفایته کسان په دندو ګوماري او کله چې په سلګونو میلیونو ډالر ټول کړي بیا د هغه په ځای بل مقرروي.
په دولتی ارګانونو کی مقررۍ تقریبا ټولې د فساد او شخصی اړیکو له لاری تر سره کیږی . داسی څوک به ونه لیدل شی چی د هغه په مقرری کی شخصی پیژندنه، خپلوی او فساد اغیزه ونلری.د فساد په بنسټ را منځته شوی اداره هیڅکله د خلکو او وطن د پاره خدمتګاره اداره نه شی کیدای.
د کابل د فاسدې ادارې څخه نوموړي وژونکی ناروغی اوس د دولتی ارګانونو څخه غیر دولتی داخلی او بهرنیو موسسو ته هم سرایت کړی دی. په نوموړو ادارو کی استخدام هم روڼ نه دی او هم د نوموړو موسسو فعالیتونه، د فساد د شته والی له امله په ښه توګه نه تر سره کیږی.
په ټولیزه توګه ویلی شو چی په هیواد کی یو فاسد نظام واکمن دی. فاسد نظام د اصلاحاتو له مخی نه سمیږی. دا نظام باید ړنګ شی او په ځای یی داسی نظام واکمن شی چی اولس ته د چوپړ جوګه واوسي. د فاسد نظام ړنګول په دی مانا نه دی چی دولتی ماشین په بشپړه توګه له منځه یووړل شی. بلکی باید په دولتی ماشین کی داسی کسان ځای په ځای شی چی د اداری فساد څخه پاک او اولس ته خدمتګار واوسی.
اوسنی فاسدی واکمنې لوټماره کړۍ یوازې په اداری فساد او لوټ باندی بسوالی نه کوی بلکی دا کړۍ د خپلو شخصی ګټو د پاره، تیاری دی چی په ملی ګټو ، د هیواد او اولس په برخلیک باندی هم معاملی وکړي. همدا کړۍ تر ډیره بریده د افغانستان دښمنه ګاونډیانو سره ناوړه اړیکي پالي.
د اولس او وطن د پاره د یوی خدمتګاری اداری را منځته کول اولسی پراخ خوځښت غواړي . دا خوځښت هغه مهال را منځته کیږی چی اولس او د دولت مشرتوب د سراسری احتساب د پاره مټې راونغاړي.
د دې له پاره چی افغانستان ددی تباه کونکی ناورین څخه وژغورل شی اړتیا ده چی په ټول هیواد کی د هغو کسانو په وړاندی چی د غیرقانونی لارو یی په میلیاردونو امریکایی ډالرو شتمنی راغونډی او یا بهر ته لیږدولی دی سراسری احتساب تر سره شی.
که څه هم پخوانیو دولتونو کی هم اداری فساد وجود درلود . خو اداری فساد په تیرو اتلسو کلونو کی د هیواد په تاریخ کی بیساری او په نړیواله سویه یی لوړ مقام خپل کړ . د دی فساد له امله په هیواد کی د بهر څخه راغلی په سلګونو میلیارده ډالر تري تم شوی دی. او هم په سلګونو میلیارده د هیواد شتمنی لوټ شوی ده.
په میلیونونو جریبو دولتی او شخصی ځمکی او جایدادونه په دولت پوری د تړلو کړیو له خوا چور او غصب شوې. دا بهیر اوس هم روان دی.
په تیرو اتلسو کلونو کی یو معلوالحاله فاسد او لوټماره ټولی په هیواد واک وچلوه . ددی ټولی غړی په یوه قوم ، ملیت ، ژبی او سیمی پورې نه و تړلی او یا نه دی تړلی . خو دوی په خپلو منځو کی منظمی اړیکی لری یو بل حمایه کوی او هم یو بل ته د زیات فساد د پاره زمینه برابروي.
د فساد نوموړی ټولی د تیر اولسمشر د حاکمیت په دوران کی ، ډیر نازولی و. دوی د هر ډول امکاناتو څخه برخمن و. دوی په ظاهر ځانونه داسی ښکاره کول چی که دوی وغواړی هر څه به ګډوډ کړی. تیر اولسمشر ددی په ځای چی نوموړی لوټماران کنترول کړی ، د دوی د خوشالی د پاره یی لا زیات امکانات د دوی په اختیار کی ورکول.
د اداری فساد له امله د افغانستان د خلکو چیغی تر اسمانه پورته شوې، مګر پخوانی اولسمشر هیڅکله خپل غوږونه پرې ونه ګرول.
بهر څخه افغانستان ته هر راغلی هییت د کابل د اداری مشر ته په افغانستان کی د موجوده اداری فساد په هکله یادونه وکړه او هم په نړیوالو کنفرانسونو کی څوڅو واره ورته وویل شول. او پخوانی اولسمشر په لسګونو واره نړی والی ټولنی ته په افغانستان کی د فساد د له منځه وړلو د پاره ژمنی ورکولی، مګر په همغه شیبه کی یی بیرته هیرولې ، په افغانستان کی د فساد په ضد مبارزه یی نه یوازی هیروله بلکی هغوی یی نور هم دی ته هڅول: هر څه چی کوی ویی کوی خو روپی بهر ته مه لیږدوئ.
په هغه وخت کی ښایی هغه غوښتل چی نوموړی هغو کسانو ته چی د غیر قانونی لارو څخه د شتمنیو په راغونډولو بوخت دی دا لارښوونه و کړي ، چی خپلی شتمنی بهر ته ولیږدوئ . دا ځکه چی کیدای شی یو وخت ستاسو شتمنی په هیواد کی ضبط کړل شی.
په افغانستان کی د نوي دوه سره مشرتوب په رامنځته کیدو سره اداری فساد نه یوازی کم نه شو، بلکی د ترپخوا ډير بی شرمانه بڼه یی ونیوله. دا ځکه چی اوس بهرنی مالی سرچینی وچی شوې ، له دی امله لوټمارو فاسدو کړیو داخلی مالی منابعو، کانونو، ځمکو لوټ او تالان ته لاس اچولی دی.
د بدخشان ، پنجشیر او هیواد په زیاترو سیموکی کانونه په بی رحمانه توګه په دولت پوری د تړلو لوټمارو مافیا له خوا ایستل کیږی. د هیواد په دننه کی د دولتی او شخصی ځمکو تالان روان دی.
باید ووایو په افغانستان د پراخ فساد شتون په هیواد کی د بی ثباتی او جګړو سبب ګرځیدلی دی. واکمنه فاسده مافیا هڅه کوی چی د سولی او امنیت مخنیوی وکړي دوی په ډیره ماهرانه توګه دهیواد په مختلفو برخو کی امنیت ګډوډ کوي. له دی امله فساد په هیواد کی د پرمختګ په لاره کی ستر خنډ بلل کیږی.
فاسدی واکمنی سیاسی کړۍ په دی ښه پوهیږی چی که چیری په هیواد کی سوله او امنیت ټینګ شی په هغه صورت کی خلک به هڅه وکړي د قانونی لارو یوه داسی اداره را منځته کړي چی د خلکو د ارمانونو او ټولنی د پرمختګ له پاره هر اخیزه کار وکړي. چی په هغه صورت کی به فاسدی کړۍ نوری ونه کولی شی د غیر قانونی لارو شتمنی راټولی کړی او یا هم کیدای شی د دوی شتمنی د هیواد په دننه کې ضبط او په بهر کی کنګل کړي.
باید ووایو که چیری ټولی هغه شتمنی چی په تیرو اتلسوکلونو کی په غیر قانونی توګه د اشخاصو او یا ډلو له خوا غصب شوی دی بیرته د دولت په واک کی ورکړل شی په هغه صورت کی دولت بهرنیو مرستوته په انکشافی برخو کی هیڅ اړتیا نلری.
له دی خبری سره سم اړینه ده چی د فاسدو کسانو له خوا د غیر قانونی لارو څخه د راټولو شوو شتمنیو د ضبط کولو د پاره یو انقلابی میکانیزم را منځته کړل شی.
دا ځکه چی نوموړی کسان، پوځی ملیشاوی او د جنایتکاره بانډونه لری او یا په امنیتی ادارو کی د نفوذ په درلودلو سره کولی شی څوک دی ته پرینږدی چی د دوی د غیر قانونی شتمنیو په هکله د دوی سره حساب وکړي.
دا میکانیزم کیدای شی په لاندی ډول:
خلک وایی چې اوسنیو ټولو افغان ډالری میلیاردرانو ، پخوا د خوړلو د پاره په کورنو کی ډوډی نه درلوده مګر دوی د غیرقانونی لارو چارو، دولتی امکاناتو او وسلو څخه په استفادی سره ، دوی په میلیاردونو ډالر لري او اوس هم لګیا دی دخلکو او دولت جایدادونه او نړیوالی مرستی لوټوي .
ښایی د پورته کسانو شمیره تر شلو ورسیږی او یا کیدای شی ددی څخه هم زیات وي.
باید په فساد باندی د شکمن وګړي باید دده ، دده د وروڼو ، پلار مور، زامنو لورانو، ناظر او یا خدمتګارانو په نوم باید د هیواد په دننه او بهر کی بانکی اکونټونه او قبالی وکتل شی.
باید په فساد د ککړو کسانو په بهر کی فابریکی ، بیړۍ ، الوتکې او جایدادونه معلوم کړل شی د تثبیت په صورت کی باید د بیت المال برخه وګرځول شی.
باید پرینښودل شی چی د بیت المال او نړیوالو مرستو لوټماران، د دولتی او شخصی ځمکو ، د خلکو د کورونو جایدادونو غاصبان، د مذهب، دین، قوم، ژبی او سیمی په نامه شعارونو شاته پټ شی. فاسد او لوټمار وګړی هر څوک چی وي په هره سویه چی وي باید محکمی ته معرفی او غیرقانونی شتمنی یی باید ضبط کړل شی.
ددی له پاره اړینه ده چې:
- غیرقانونی شتمنیو د ضبط کولو د پاره د اولسمشر له خوا انقلابی مستقله فوق العاده محکمه تشکیل شی .داسی محکمه چی غړی یی په فساد ککړ نه وي او په دی لاره کی ډیر جدی ګامونه پورته کړي.
- لومړی مرحله کی د ټولو په فساد ککړو کسانو د لست برابرول ، چی د سلوزرو امریکایی ډالرو د زیاتو شتمنی یی د غیر قانونی له لاری راټولی کړي وي .
- د ټولو هغو کسانو لست برابرول ، چی په ښاری سیمو کی یوه بسوه او د ښار څخه بهر یی د یوه جریب څخه زیاته ځمکه غصب کړي وي.
- د ټولو سیاسی ګوندونو او تنظیمونو د مشرانو او کوماندانانو د شتمنیو معلومول ، د هغوی د قانونی او غیر قانونی شتمنیو تر منځ تفکیک
- په فساد باندی د ککړو کسانو د نیولو او محکمی ته د سپارلو د پاره د یوې ګوزاریزی پوځي قطعی را منځته کول
- په فساد د ککړو کسانو غیر قانونی شتمنی باید ضبط او دوی باید د خپلو جرمونو مطابق د قانون سره سم په لازمو بندونو محکوم شی.
- هغه شتمنی چی په خلکو پوری تړلی وي او د فاسدو زورواکو له خوا غصب شوی وي. باید بیرته اصلی خاوندانو ته مسترد کړل شی. لکه د هیواد په مرکزی سیمو کی د کوچیانو شتمنی ، په کابل او د هیواد په نورو برخو کی د هندوانو او سیکانو شتمنی او نور.
دا میکانیزم د غټو کبانوڅخه پیل او په وړو کبانو باندی پای ته ورسول شی. دا په دی مانا؛
- لومړی د هغو کسانو لست ترتیب کړل شی چی د یوه میلیارد ډالرو او یا د هغه څخه د زیاتو شتمنیو د درلودلو شک په کیږی.
- دوهمه درجه د هغو لست باید جوړشی چی د سلو میلیونو ډالرو څخه د زیاتو تر یوه میلیارد ډالرو پوری د غیر قانونی شتمنیو شک پری کیږی. کیدای شی دا کسان د سلوتنو څخه تر پنځه سوو تنو پورو واوسی.
- په دریمه درجه کی باید د هغو کسانو لست جوړ شی چی د لسو میلیونو ډالرو څخه تر سلو میلیونو ډالرو پوری د غیر قانونی شتمنیو شک پری کیږی.
- په څلورمه درجه کی باید د هغو کسانو لست جوړ شی چی د غیرقانونی لارو یی د سلوزرو امریکایی ډالرو څخه تر لسو میلیونو ډالرو پوری شتمنی راټوله کړي وی.
په افغانستان کی اداری فساد سیاسی اړخ نیولی دی . فاسد لوټماران هڅه کوي چی سیاسی ـ اقتصادی – امنیتی واک په خپلو لاسونو کی واخلی تر څو د پخوا څخه په ښه توګه د غیر قانونی شتمنیو په راغونډولو کی تر پخوا ډیر څه تر لاسه کړي .ترڅو خپلې غیر قانونی شتمنی خوندي کړي.
باید په فساد ککړ وګړی هر څوک چی واوسی د غیر قانونی شتمنیو د راټولولو، له امله باید محاکمه کړل شی او غیرقانونی شتمنی یی دولت او یا اصلی خاوندانو ته مسترد کړل شی.
باید ووایو چی د اداری فساد په ضد مبارزه، د غیرقانونی شتمنیو مسترد کول او په راتلونکو کی د فساد د مخنیوی میکانیزم، د خلکو د پراخ ملاتړ څخه پرته عملی کول ناممکن دي.
باید ووایو چی د افغانستان خلک د موجود فساد ، ظلم او استبداد څخه ډیر کړیږی. د خلکو ژوند د ورځې په تیریدو سره خرابیږی. دوی د خوړلو، څښلو د پاره څه نه لری . دوی کور او د سرد پټولو د پاره ځای نه لري. ځوانان یوې ورځی څخه بلی ورځی ته وزګاریږی. د ناروغیو په وړاندی خلکو کی د درمل د پاره روپۍ نلري.
لوږه، تنده، وزګارتیا او ناامنی مهم عامل په دولتی ادارو او د دولتی چارواکو د تر حمایی لاندی د زورواکو کسانو له خوا د پراخ فساد شتون بلل کیږی.
د افغانستان خلک د موجوده دولتی ماشین څخه کرکه کوی دوی پوهیږی چی د دولت په هره اداره او څانګه کی فساد شتون لری.
په تیرو اتلسو کی کلونو د غیر قانونی لارو د شتمنیو د راټولولو د پاره فساد په خپله د دولت د لوړپوړو چارواکو له خوا حمایه او ملاتړ کیده او تر اوسه هم دا بهیر روان دی.
د دی له پاره چی فساد له منځه ولاړ شی کیدای شی د فساد ضد پورتنی میکانیزم په تطبیق سره به په دولتی جوړښت او چارواکو کی ډير ژور بدلون راشی نوی سلنه لوړ پوړي چارواکی به له دندو ګوښه او حتما به محکمی ته ورپیژندل کیږی.
د فاسدو کسانو څخه د غیر قانونی شتمنیو د راغونډولو او اصلی مالکینو ته د هغو په سپارلو او د فاسدو لوټمارو کسانو محکمی ته په سپارلو سره به هیواد د تباهی څخه نجات ومومی. هیواد به د پرمختګ او خلک به د هوسایی په لور ګامونه پورته کړي.
همدی کړیو د هیواد په ټولو سیاسی او اداری جوړښتونو منګولی ښخې کړی دی . پارلمان ، دولتی اداری ، عدلی ارګانونه ، سیاسی جوړښتونه، تش په نامه مدنی ټولنی او رسنی دنوموړو کړیو له خوا کنترول او اداره کیږی.
یا په بله مانا په افغانستان کی په فساد ، لوټماری او تعصب ولاړ نظام موجود دی تر هغه چی نوموړی نظام موجود وي په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل تش خیال او خوب دی.
په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل ممکن دی خو دا هغه مهال ممکنه ده چی په افغانستان کی په فساد ولاړ نظام ړنګ او په ځای یی داسی نظام را منځته شی چی هلته د خلکو اراده منعکسه شی.
اوس خلک فکر کوي چې د فساد په ضد د اولسمشر مبارزه او د کمیسیونو جوړول یوازی د خلکو د تیرایستلو د پاره ده . اولس مشر نه غواړی او یا د دې توان نه لری چې په فساد ککړ لوړ پوړی چارواکي او هغه کسان چې په سلګونو میلیونه ډالر یې په غیر قانوني ډول تر لاسه کړي دي د محاکمې میز ته ودروي.
او که کولای شي او یا یې زړه غواړي نو: (دا ګز او دا میدان)
د دې له پاره چی په هیواد کی اداري فساد له منځه ولاړ شی په افغانستان کی باید د فاسد لوټمارو کړیو سیاسی حاکمیت پای ته ورسول شی .
باید ووایو چی د فساد په وړاندی په مبارزه کی نه یوازی د فسادو کړیو سیاسی او اداری حاکمیت ستر خنډ دی بلکی په پنجاپ پورې د تړلو وسله والو ډلو فعالیتونه هم ددی سبب شوی دی چی په هیواد کی د فاسدو ډلو سیاسی حاکمیت نورهم اوږد شي.
تش په نامه تیر ایستونکو اصلاحاتو سره اداري فساد نه له منځه ځي، بلکی دا ژور سیاسی بدلون غواړي. دا ژور سیاسی بدلون کیدای شی د خلکو او نړیوالی ټولنی په همکاری سره تر سره شی .
په اداري فساد ککړ سیاسی حاکمیت په له منځه وړلو او د اولسی حاکمیت په رامنځته کیدو سره اداری فساد له منځه ځي .
که چیری د هیواد اولس مشر (استاد اشرف غنی) په رښتینی توګه غواړی، په ټولنه کی مثبت بدلونونه را منځته کړي او په افغانستان کی د اداری فساد له منځه یوسی هغه باید د خلکو د پراخ ملاتړ په تر لاسه کولو سره، هغه فاسدې کړۍ چی د واک اصلي مزي یی په لاس کی دی، ماتې کړي .
په فساد ککړ د یوه وګړي د له دندې لیری کول او په ځای یی د بل په اداری فساد ککړ وګړي په مقرری سره، اداري فساد نه له منځه ځی ، بلکی له پخوا څخه زیات تقویه کیږي.
دا د کابل حکومت د تیرو اتلسو کلونو تجربه ده.
که چیرې په اداري فساد د ککړو کړیو سیاسی حاکمیت ختم نکړل شی ، اداري فساد به په افغانستان کی په لسګونو کلونه شته والی ولري.
د اداري فساد بنسټ په خپله د فاسدو کړیو حاکمیت دی . چې د کابل د ارګ څخه راپیل کیږي.ددی کړیو ولیې دومره ځواکمنې دي چې دا به ډیره ستونزمنه وي چې اولسمشر ورسره مقابله وکړي.
ولسمشر کولی شي اداري فساد د خلکو په همکاری سره له منځه یوسي خو په دې شرط چې په خپله د فاسدو کسانو د مقررۍ او د هغوی د ملاتړ څخه ډډه وکړي.