
روهي( څلورنۍ/۲ دزمري )، د بلوچستان په مرکز کوټه کي په یوه بمی برید کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
دا برید تېر ماښام د کوټې پر شرقي بای پاس له جتک بس تمځي سره هغه مهال وشوه چې ډېری خلک د خپلو کورونو پر خوا روان وو.
د پېښې ژوبل کسان د کوټې لوی دولتي روغتون ته رسول شوي. د ځایي خلکو له خولې چاودنه دومره زوروره وه چې د ډېرو کورونو او دفترونو شیشې یې هم ماتې کړې دي.
د ډاکټرانو په وینا چې د ځینو زخمیانو حالت اوس هم له خطر سره مخامخ دی. له پېښې وروسته په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.