
روهي( درې نۍ/۱ د زمري )، سویلي کوریا د روسیې په یوې عسکري الوتکې چې ددې هیواد هوايي حریم ته داخله شوې وه د خبردارۍ ډزې کړي دي.
دا خبره د سويلي کوریا د دفاع وزارت کړې ده . د روسیې ۳ جنګي الوتکې چې ددې هیواد هوايي حریم ته داخلې شوې وې او د دافع هوا سیستم لخوا د مالومېدو نه وروسته پرې د خبردارۍ ډزې شوي دي.
د سویلي کوریا دفاع وزارت ویلي دي چې د چین او روسیې لخوا په دومداره توګه ددوې د هوايي حریم د اخلالولو له امله به شکایت وکړي.