
روهي( درې نۍ/۱ د زمري )، د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان رئیس د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ومړ د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان د یوکیا اماتو د مرګ خبر پرون اعلان کړ.
دا ۷۲ کلن جاپاني ډیپلوماټ چې دوه کاله مخکې د دریم ځل لپاره د څلورو کلونو لپاره د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان د رئیس په توګه ټاکل شوی وو ژوند د لاسه ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د اټومي انرژۍ د سازمان لخوا په خپور شوي بیان کې د یوکیا اماتو د مړینې لامل او یا د ناروغۍ د ډول په اړه څه ندي ویل شوي.
خو اټومي انرژۍ سازمان مشر یوکیا اماتو تیره اونۍ پخپله ویلي وو چې په پام کې لري چې د راتلوونکي کال د مارچ په میاشت کې له خپلې دندې نه استعفا وکړي. هغه ویلي وو چې ددې خبرې لامل ورته ورپیښه شوې ناروغي ده.