هند کې تندر په لسګونو تنه وژلي

روهي( دوه نۍ/۳۱ د چنګاښ )، د هندوستان د اوتارپرادیش د ایالت په مختلفو سیمو کې د تندرونو د غورځیدو په پایلو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 

ه خبر کې راغلي دي چې ددې ایالت د کانپور او فتحپور په سیمو کې د تندر د غورځیدو په پیښه کې ۱۴ تنو، د هانسي په سیمه کې ۵ تنو، د جالاون په سیمه کې ۴ تنو، د حامیرپور په سیمه کې ۳ تنو، جاون پور ، پرتاب ګړ او ځینو نورو سیمو کې هم ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
 
د اورتارپرادیش د ایالت لومړي وزیر یوګي ادیتانات د نوموړې پیښې په اړه ژور خفګان ښودلی دی او د قربانیانو د کورنیو سره يي د هر مړي پر سر د ۴۰۰ زره هندي کلدارو د مرستې کولو ژمنه کړې ده .