روهي( دوه نۍ/۳۱ د چنګاښ )، نن ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د یو لاریون پر وخت د پاکستان حکومت ته ۲۵ د جولایي پورې وخت ورکړ چې باید علي وزیر او محسن داوړ باید د بند څخه خلاص شي.
دغو لاریون کوونکو وویل که چېرې د پاکستان حکومت او پوځ د دوي دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایي وایي دوي به ټول پښتانه په ګډه اسلام آباد کې په لاریونونو پیل وکړي.
دغو لاریون کوونکو وویل چې مونږ به بیا په خپل ټول توان په آسلام آباد کې لاریونونه وکړو چې د هر ډول پېښو مسولیت به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.
بله خوا امریکا کې هم د عمران خان د واشنګټن د سفر په مهال د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهرې شوي
د پاکستان د لومړي وزیر د واشنګټن د سفر په مهال هلته لاریونونه شوي د پښتون ژغورځنګ د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو علي وزیر او محسن داوړ د خلاصون غوښتنې شوي دي، لاریون کوونکو ځینې نورې غوښتنې هم کولې.
.
دغه وخت د کېپټل ون ارينا مخې ته ځيني خلک راغونډ شوي وو او په لاسونو کې ئې بېنرې او پوسټرې نيولې وې چې پرې د پارليمان د غړو او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو محسن داوړ او علي وزير د خوشې کولو غوښتنې ليکلې شوې وې. دوي غوښتنه کوله چې د جنوبي او شمالي وزيرستان نه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي دې له زندانه خوشي کړې شي.
دغه وخت په ځيني پوسټرو ليکل شوي وو چې په پاکستان کې دې حقيقي جمهوريت راوستی شي او رسنیو ته دې آزادي ورکړل شي.
وروستي