
روهي (يوه نۍ/۳۰ د چنګاښ)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن ورځ په يو رسمي درې ورځني سفر امریګا ته لاړ. په ټولنيزو رسنيو خپره شوي انخورنه ښيي، چې دی په هوايي ډګر کې له کښته کېدو وروسته په يو عام بس کې د خپلې کابينې له وزيرانو او چارواکو سره خبرې کوي.
دی د ډالس په هوايي ډګر کې ښکته شوی، چېرته چې هېڅ کوم امريکايی ډپلماټ د ده ښه راغلاست ته نه دی ورغلی او همدا ډول عمران خان او ورسره ملګري يې له هوايي ميدان څخه نه دي بدرګه شوي.
شنونکي وايي چې په ډپلماټيک او تشريفاتي ډول دا ډول کړنې د امريکا حکومت له خوا د پاکستان د لومړي وزير سپکاوی ښکاري ځکه چې نوموړی په رسمي سفر تللی خو هېڅ ډول هرکلی يې ونه شو.
بيا له بلې خوا، په پاکستان د عمران خان يو شمېر ملاتړو په ټولنيزو رسنيو ليکلي دي، چې د پاکستان په تاريخ کې د لومړي ّځل لپاره لومړی وزير عمران خان د ځانګړې الوتکې پر ځای په يوې سوداګريزې الوتکې کې تللی چې اقتصادي سفر شمېرل کيږي.
د دوی په وينا چې عمران خان به په امريکا د هوټل پر ځای په خپل سفارت کې پاتې کيږي، چې په دې سره به يې د سفر لښګت را کم او د ټول سفر خرڅ به يې تر ۶۰۰۰۰امريکايي ډالرو ورسيږي.
که څه هم په سوداګريزه الوتکه کې سفر او د هوټل پر ځای د سفارت په خونه کې د عمران خان پاتې کېدل اقتصادي او د نه ځان ښوودنې چارې ښوودل شوې دي، خو امريکا ته په رسېدو د امريکايي ډپلماټانو نه شتون د امريکا له خوا پاکستان او په ځانګړي ډول لومړي وزير عمران خان ته ټېټ کتل شمېرل کيږي.