ټرمپ سعودي عربستان ته پوځيان لېږي پاچا سلمان يې هرکلی کړی

روهي (يوه نۍ/۳۰ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې هېواد يې په سيمه کې د ايران د ګواښونو د کموالو په پار سعودي عربستان ته پوځيان استوي.

سعودي عربستان به تر ۵۰۰ امريکايي پوځيانو کوربه وي، چې په سپکو - درنو وسلو او يو شمېر د هوايي ځواک الوتکې به ورسره وي.

له دې وړاندې چې کله په ۱۹۹۰ کې عراق پر کويټ بريد وکړ او بيا په ۲۰۰۳ چې امريکا پر عراق بريړ وکړ، امريکايي پوځيان د سعودي عربستان په مقدسه خاوره کې ځای پر ځای شوي وو.