
روهي( یوه نۍ/۳۰ د چنګاښ )، د پښتون خوا د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې نن ورځ یوې ښځې د پاکستاني پولیسو په یوې پوستې ځانمرګی برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۶ پولیس وژل شوي او د ۲۲ پولیسو په شمېر کې نور ژوبل دي.
لومړی دوه موټر سایکل سپرو په دغې پوستې ډزې وکړې او ورپسې د یوې ښځې له خوا د روغتون دروازې کې پر پولیسو برید وشو.
دغه سیمه اوس د پوځ له لورې تړل شوې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.